افغانستان خپله دویمه تمریناتي لوبه نن د سکاټلنډ پر وړاندې ترسره کوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن په دویمه او وروستۍ تمریني لوبه کې د سکاټلنډ پر وړاندې لوبېږي.
دغه لوبه نن په کووینز پارک اوول لوبغالي کې د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو پیلېږي.

افغانستان تر دې دمه له سکاټلنډ سره درې لوبې کړې، چې درې واړه لوبې افغانستان ګټلې دي.
تېره ورځ د عمان پر وړاندې د افغانستان لومړۍ تمریني لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده.
د یادې لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او عمان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د عمان لوبډلې په شل اورونو کې د درې لوبغاړو په زیان سره افغان لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.
خو د لوبې دویمه پاڼۍ د دوامداره باران له امله ترسره نه شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.
د کرکټ د شل اوریز نړۍوال جام سیالۍ د یکشنبې په ورځ (د جون په ۲مه) د امریکا او ویسټ انډیز په کوربه‌توب پیلېږي او د افغانستان څلور واړه ګروپي لوبې د مهال وېش له مخې په وېسټ اېنډیز کې ترسره کېږي.
افغانستان به په دې جام کې خپله لومړۍ لوبه د جون په ۴مه د یوګانډا پر وړاندې، دویمه لوبه د جون په ۸مه د نیوزیلانډ پر وړاندې، درېیمه لوبه د جون په ۱۴مه پاپا نیوګینیا پر وړاندې او څلورمه او وروستۍ ګروپي لوبه د جون میاشتې په ۱۸مه د وېسټ اېنډیز لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

نور خبرونه

رادیو