د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال سره په خبرو کې ویلي، په سیمه کې امنیت د ځان او هم د نورو لپاره په ګټه بولي.
طالبان وايي، د محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي له محمد نبي عمري سره په لیدنه کې په امنیتي برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
کابل ته نن د دغه پلاوي له تلو سره همهاله پاکستاني پوځ یو ځل بیا ویلي، چې د دغه هېواد ضد وسلوال د افغان خاورې په کارولو سره پاکستان کې بریدونه کوي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت هم وایي، د محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي هم له ښاغلي عمري سره لیدنه کې د بشام پېښې په یادولو سره په امنیتي برخه کې د طالبانو د حکومت د مرستې هیله وکړه.
تېر مارچ کې د پښتونخوا د شانګلې په بشام کې د موټربم له امله پنځه چینايي انجینران ووژل شول.
پاکستان وايي، دا برید تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پلان کړی و، خو طالبان تل ورته تورونه ردوی.
له پاکستاني پلاوي سره په نننۍ لیدنه کې هم ښاغلي عمري ویلي: «افغانستان هسې چې ځان لپاره امن غواړي، نورو ته هم ښې هیلې لري. موږ د «شر» په سیاست باور نه لرو. نیت او عمل مو داسې دی چې په سیمه کې امن د ځان او ټولو په خیر بولو.»
نوموړی دا هم ویلي چې طالبان هیچا ته هم اجازه نه ور کويچې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي او له نورو هم ورته هیله لري.
طالب چارواکي پاکستان تورنوي چې د داعش په ملاتړ او روزلو سره د افغانستان ناامنول غواړي، خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.