د ۲۰۲۴ کال پارېس اولمپیک ته د لار موندنې په سیالیو کې افغان سوک وهونکي سېلاب نوري دا ځل خپل صربستاني سیال ته ماته ورکړه.
نوموړي خپله لومړۍ لوبه له مُغلستاني لوبغاړي څخه ګټلې وه او دا یې دویمه لوبه او دویمه بریا ده.
نوري چې دغه سیالۍ په ۹۲ کیلوګرام وزن کې کړي دي خپل سیال یې ناکاوټ کړ او بریا یې خپله کړه.
د راپورونو له مخې؛ سېلاب نوري به خپله راتلونکې لوبه سبا ته له خپل فرانسوي سیال سره وکړي.
دغه لوبې چې د ټایلنیډ په کوربتوب د می په ۲۴مه پیل شوي دي، د جون تر درېیمې دوام کوي.
په دغو سیالیو کې له ۱۳۲ هېوادونو څخه ۵۷۸ سوک وهونکو ګډون کړی دی.
له افغانستانه چې بلال صفري، محمد مهدي سهاک، عبیدالله یعقوبي، علي میثم علي زاده او قیس علي زاده هم برخه اخیستې ده، د لوبو په لومړي پړاو کې یې له خپلو سیالانو ماتې وخوړه.
د یادولو ده، چې د افغانستان د سوک وهنې ملي ټیم له یوولسو لوبغاړو سره تېره اونۍ د ټایلینډ بنکاک ته تللی و، چې په ۵۴ کیلوګرام وزن کې افغانې ښځينه لوبغاړې لاله کارګر هم برخه اخیستې ده.