د دغه لیګ په پایلوبه کې د کلکتې لوبډلې پیلیز توپ وهونکی افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز د پام وړ لوبه تر سره کړه.
د کلکته نايټ رایډرز او سنرایزر حیدراباد لوبډلو تر منځ د هند غوره لیګ پایلوبه تېره ورځ په ماچیمدرام لوبغالي کې تر سره شوه.
د هند غوره لیګ د اتلولۍ جام د کلکتې لوبډلې له لس کلن انتظار وروسته د دریم ځل لپاره په خپل نوم کړ.
د دغه لیګ د اتلولۍ جام په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې د ګاتم ګامبیر په لوبډلمشرۍ د کلکتې لوبډلې ګټلی و.
په ۲۰۲۴ کال کې د هند په ای پي اېل سیالیو کې ککلتې لوبډلې د نورو لوبډلو سره سختې سیالۍ ترسره کړې او په لوبډله کې د غوره توپ وهونکو او غوره توپ اچونکو په مټ یې ځان تر اتلولۍ ورساوه.
د کلکتې لوبډلې له لوري د هند غوره لیګ د اتلولۍ د وروستۍ لوبې په ګټلو کې د یادې لوبډلې د پیلیز توپ وهونکي رحمان الله ګربز توپ وهنه د لوبډلې د بري لپاره د پام وړ وه.
رحمان الله ګربز ته په دغې پایلوبه کې د ډېرو څلوریزو وهلو جایزه هم ورکړل شوه.