د ۲۰۲۴کال د هند د کرېکټ په غوره لیګ سیالیو کې افغان تېز توپ اچوونکي نوین الحق د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې وېکټې اخیستې دي.
هغه چې د لکنهو لوبډلې لپاره لوبېږي، د ایپياېل په روانو سیالیو کې یې په خپلو لسو لوبو کې ۱۴ وېکټې اخیستې دي.
نوموړی تېرکال د لکنهو لوبډلې د لومړي ځل لپاره واخیست او له تېرکال راهیسې له دغې ډلې سره لوبېږي.
لکنهو لوبډله د روان ایپياېل د نمرو نوملړ کې اووم ځای لري.
کلکته لوبډله تر دې دمه یوازینۍ لوبډله ده، چې د ایپياېل پایلوبې ته یې لار موندلې ده.
له بل پلوه راجستان لوبډلې بنګلور ته په ماتې ورکولو سره وتوانېده، چې پایلوبې ته د لارموندنې لپاره د حیدراباد پر وړاندې ولوبېږي.
په کلکته لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز او الله محمد غضنفر او په حیدراباد لوبډله کې بیا فضل الحق فاروقي لوبېږي.