ځایي خلک وایي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د خرلاڅي لاره چې د کرمې په قبایلي ولسوالۍ کې پرته ده، نن د پرله پسې لسمې ورځې لپاره هم تړلې ده.
دغه لاره له هغه وروسته وتړل شوه، چې د پاکستاني او افغان طالبانو ځواکونو ترمنځ په دغې سیمې کې نښتې پیل شوې.
که څه هم دواړه غاړو په رسمي ډول د دغې لارې د تړلو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو یوې پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي په خپل یوه راپور کې د سرچينو له خولې لیکلي:« کله چې امنيتي ځواکونه هڅه کوي پاکستان ته د وسلهوالو د ننوتلو مخه ونيسي، افغان طالبان د پاکستان پر سرحدي پوستو ډزې کوي.»
په راپور کې د پاکستاني چارواکو له خولې راغلي، چې افغان ځواکونه د ویجاړ شوي اغزن تار د ترمیم پر مهال هم پر ځواکونو ډزې کوي.
دوی وايي، پر پوله د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي لپاره اغزن تار لګول شوی دی.
له بل پلوه د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې د افغانستان له خاورې په تنظیم شويو ترهګریزو پېښو کې زیاتوالی راغلی.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو له حکومته تمه کېږي چې خپل مسوولیتونه وپېژني او د ترهګرو لهخوا د افغانستان له خاورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو مخه ونیسي.
له بلې خوا افغان طالبان وايي، دوی هغه مهال ډزې کوي چې پاکستاني ځواکونه د دوی له اجازې پرته د نویو پوستو د جوړولو هڅه کوي.
که څه هم د یکشنبې په ورځ د دواړو غاړو مشرانو او چارواکو پر اوربند هوکړه کړې وه؛ خو دغه لاره د سوداګریزو موټرو او مسافرو پر مخ لاهم تړلې ده.
ورته مهال په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان دغې رسنۍ ته ویلي:« اسلام اباد او کابل یو وخت هوکړه کړې وه، چې سرحدي مسایل به له سیاسي پرمختګونو جلا کوي او د ځینو پېښو د رامنځته کېدو پر مهال به د سوداګرۍ او مسافرو پر مخ لارې نه تړل کېږي.»
هغه ویلي، له هغه وروسته چې پاکستان د ټيټيپي مسله راپورته کړه؛ د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې.
هغه زیاته کړې، پاکستان د سخت پیغام رسولو پالیسي غوره کړې ده او دا ډول پالیسي کله ناکله د پولې هاخوا د تګ راتګ مخه نیسي.