د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې ډووېن براو يې په راتلونکي ۲۰ اوره نړیوال جام کې د افغان ملي لوبډلې د توپ اچونې سلاکار روزونکی ټاکلی دی.
براو د وېسټ انديز لوبډلې نامتو تېز توپ اچوونکی او الراونډر لوبغاړی و.
د افغانستان کرېکټ بورډ نن خبر ورکړ، چې ډووېن براو به د ۲۰۲۴ کال د شل اوره نړیوال جام له پيل وړاندې له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.
افغان کرېکټ بورډ هیله من دی، چې د براو په ورتګ او تجربو سره به یې د تېزې توپ اچونې په برخه کې مثبت تغير راسي.
۴۰ کلن ډووېن براو په ۲۹۵ نړیوالو لوبو کې ۶ زره ۴۲۳ منډې لري او ور سره یې ۳۶۳ وېکټې هم اخیستې دي.
اوس مهال ډووېن براوو د ۲۰ اوره لوبو مخکښ وېکټ اخیستونکی دی، چې په دې بڼه کې یې هم ۶۲۵ ويکټې ترلاسه کړې دي.
دغه راز نوموړی په دې بڼه کې نږدې ۷۰۰۰ منډې هم لري چې له همدې امله دی په ۲۰ اوره سیالیو کې یو له تر ټولو بریالیو الراونډر لوبغاړو شمېرل کېږي.
افغان لوبغاړي وار له مخه سینټ کېټس او نیوېس ټاپو ته رسېدلي
لوبډله په راتلونکې مياشت کې په امريکا او ويسټ انډيز کې د نړیوال شل اوره جام له پیلېدو مخکې په انتیګا کې د لسو ورځو تمریناتي کمپ لري.