د کرېکټ وتلی افغان ستوری راشد خان له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته ستون شو

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۹

افغان کرېکټ ستوری او په نړیواله کچه مشهور اتوپ اچوونکی راشد خان له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته ستون شو.

کرېکټ بورډ په بهر کې د راشدخان د څلورو کلونو د پاتېدو لامل د هغه بوخت مهال وېش بللی دی.

د کرېکټ بورډ مسولينو او ځوانانو په کابل هوايي ډګر کې نن د نړۍ د دغه مشهور توپ اچوونکي او د شل اوره افغان ملي لوبډلې د کفتان راشد خان ارمان تود هرکلی وکړ.

د ملي لوبډلې دغه پياوړی لوبغاړی او کفتان پر داسي مهال افغانستان ستنيږي، چې وړمه ورځ د افغان ملي لوبډلې لوبغاړو په شل اوره نړیوال جام کې د ګډون لپاره سفر پیل کړ.

دوی په راتلونکې مياشت کې په امريکا او ويسټ انډيز کې د نړیوال شل اوره جام له پیلېدو مخکې په انتیګا کې د لسو ورځو تمریناتي کمپ لري.

نور خبرونه

رادیو