د کرېکټ شل اوریز جام سیالیو تمریناتي لوبې چې د روانې مې میاشتې په ۲۷مه ڼېټه پیلېږي، افغانستان د عمان او سکاټلنډ خلاف دوه لوبې کوي.
دغه تمریناتي سیالۍ د مې په ۲۷مه پیلېږي او د جون میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
دغه سیالۍ د امریکا او وېسټ انډیز په کوربهتوب پیلېږي.
افغانستان به په دغو تمریناتي سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د مې په ۲۹مه د عمان خلاف کوي او خپله دویمه او وروستۍ لوبه به د همدې میاشتې په ۳۱مه له سکاټلنډ سره ترسره کړي.
انګلنډ او پاکستان په دغو سیالیو کې د خپلو روانو لوبو له امله نه لوبېږي.
د کرېکټ بورډ د خبر له مخې؛ افغان لوبډله تېره ورځ دغو سیالیو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړه او له هغه ځایه به نن د لندن له لارې انټېګا ته ورسېږي.