د افغانستان کرېکټ بورډ راتلونکي نړۍوال جام ته د ملي لوبډلې د لوبغاړو د جامو بڼه کې هم بدلون را وستی دی.
کرېکټ بورډ د دغه جام لپاره په تمریناتي کمپ کې د ګډون لپاره د افغان لوبډلې له روانېدو سره هممهاله یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د افغان لوبغاړو د جامو نوې بڼه ښکاري.
کرېکټ بورډ له دې ویډیو سره په خپله اعلامیه کې زیاتوي:«د راتلونکي نړۍوال جام لپاره د افغان اتلانو لباس چې واحد افغانستان او پکې شته قومونه، د ښکلي هېواد لال او لاجورد او دغه راز د غنمو وږى پکې ځاى پر ځاى او تعريف شوي دي.»
د کرېکټ د ۲۰۲۴ کال۲۰ اوره نړۍوال جام سيالۍ راتلونکې جون مياشت په امريکا او ويسټ انډيز کې وشي.
افغان لوبډله په دې سیالیو کې د ګډون لپاره په انټیګا کې لس ورځنی تمریناتي کمپ لري.
د کرېکټ بورډ د خبر له مخې؛ افغان لوبډله نن متحده عربي اماراتو ته لاړه او هغه ځایه به سبا د لندن له لارې انټېګا ته ورسېږي.