افغانستان د منځنۍ اسیا والیبال سیالیو کې پنځمه ماتې وخوړه او له دغو سیالیو بهر شو

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۷

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا والیبال سیالیو په لړ کې پرلپسې پنځمه ماتې وخوړه او له دغه سیالیو بهر شوه.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې خپله وروستۍ لوبه د قرغیزستان د واليبال له لوبډلې سره وکړه، چې پکې یې ۳ - ۰ ماته وخوړه.

د افغانستان لوبډلې تر دې سیالیو مخکې له پاکستان، ایران، سریلانکا او ترکمنستان هم ماتې خوړلې وه.
دغه سیالۍ د پاکستان په اسلام اباد کې ترسره شوې.
د دې سیالیو په لومړیو پړاوونو کې هره لوبډله پنځه لوبې کوي او ټاکل شوې چې وروستۍ لوبه بیا د غویي په ۲۸مه ترسره شي.
د دې سیالیو لومړی او دویم ټیمونه په پای لوبه کې او دریم او څلورم ټیمونه د دریم مقام لپاره سره سیالي کوي.

نور خبرونه

رادیو