د افغانستان د ویلچر باسکټبال د بي ګروپ سیالۍ چې د اتو لوبډلو ترمنځ روانې وې، نن د میمنې لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ د سور صلیب او د نوه انلوس بنسټ په مالي ملاتړ د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ په کابل کې تېره شنبه پیل شوې وې.
په دې سیاليو کې د کابل، خوست، باميان، لغمان، کندهار، ميمنه، غور او میدان وردګ لوبډلو برخه اخيستې وه.
د دې سياليو ګټونکې لوبډلې میمنې د الف ګروپ سياليو ته لاره پيدا کړه.
له همدې سيالیو وروسته د کابل، بلخ، بدخشان، هرات، پروان او ننګرهار په ګډون د شپږو ولایتونو د د ویلچر باسکېټبال د الف لوبډلو سیالۍ هم کېږي.