د بغلان د سیلاوونو په اړه کوم ښاغلي له تلویزیون سره په مرکه کې خپله قومي سرینده وهله، ویل په شمال کې سیلاوونه پلاني قوم راوستلي ...
ډېرو ورپورې وخندل، ډېرو مسخره کړ، مګر هیچا یې ترشا لاملونه او سنجول شوي پروګرامونه ونه څېړل. خبره دا ده، چې دې ښاغلي غوندې ګڼ شمېر اغلیو او ښاغلیو ته د منظمو مالي امتیازاتو په ورکولو سره ماموریت ورسپارل شوی، چې د افغانستان او سیمې شخړې قومي کړي چې د قومونو د سره جنګولو په دغو خړو اوبو کې بیا نړیوال زبرځواکونه او د هغوی سیمهییز ټېکه داران د خپلو اهدافو کبان ښکار کړلای شي.
د بدخشان د پاڅون قومي کول، د غلجي و دراني، کندهاري و خوستي، پنجشیري و خراساني کیسې یوه هم تصادفي نه ده. په بدخشان کې د کوکنارو له منځه وړلو په لوبه کې خلکو له مستبدې واکمنۍ خپل ګرومونه بهر راوایستل او لاریون یې وکړ، ځینو په کې چیغې کړې، چې پلانی قوم پلاني قوم ته بېناموسي وراړوي.
په تویتر سپيسونو کې د قومي ښکنځلو او بوینو عقدو فضا ته دې خدای مه وروله. دا کیسه یوازې په افغانستان کې نه ده، د کشمیر له پاڅونونو یې راونیسه، د بلوڅو تر خونړیو جګړو، د پښتنو قبایلو تر ځپلو بیا د جیشالعدل تر بریدونو او غزې و تورکیې پورې روانه اورلیکه په چټکۍ سره مخ په قومي کولو روانه ده. په هیندوستان کې هم دا ځلې د کانګرس او واکمنو ښي اړخو ترمنځ ناندرۍ د دغه هېواد له تاریخي دودیزو سیاسي سیالیو سره توپیر لري.
په سهیلي پښتونخوا کې د جان اڅکزي په نامه یو کس اوس په پنجشیر او بدخشان کې د تاجیکو افغانانو د حقوقو مدافع دی، په پخواني تویتر او اوسني ایکس کې ګڼ شمېر اصلي او مستعارې کړکۍ شته چې ورکړل شوي روایتونه او ادبیات په لږ و ډېر توپیر خپروي. د تولید شویو روایتونو له سره ورته هدف او کارېدونکیو اصطلاحاتو څخه له ورایه پوهېدلای شئ، چې د ټولو شاته د امر و نهی یوه سرچینه ده.
ولې د شخړو او جګړو روایتونه قومي کیږي؟
د سړې جګړې په بستر کې رازېږېدلي جهادي اورپکي او افراطي جوړښتونه نور نو د سیمهییزو شخړو د دوام لپاره انګېزه نه لري. نور نو د غرب له خوا ورکړل شوی روایت « اسلام په خطر کې دی!» هغه ډول جاذبه نه لري، ځکه په ډېرو سیمو کې د همدې شعار تر سیوري لاندې راجوړې شوې جهادي ډلې په واک کې دي. هغوی چې ګواکې اسلام له ورپېښ خطره ژغوره اوس هلته و دلته واکمن دي، نور نو په دې نامه جنګېدل خلک راپارولای نه شي، خلک له دې اړخه ویښ او هوښیار شوي دي. که څه هم د تورو او سپینو، برګو او شنو ترمنځ د بهتره اسلامي نظام د ټینګولو پر سر شخړې لا هم روانې دي، خو د دوی جوړوونکي لابراتوارونه دې پایلې ته رسېدلي دي، چې دا باروت نور په خلاصېدو دي. عجیبه دا ده، چې په پوره مهارت هڅه کیږي، همدا تور، سپین، شنه او برګ جهادي جوړښتونه قومي کړای شي. تورو ته د هغو قومونو د ورتلو رجحان زیات دی چې له واکه بهر دي او ځان مظلوم ګڼي. د دوی تمویلوونکي بنسټونه هڅه کوي د دوی په محرومیتونو او قومي عقدو کې پانګونه وکړي او سپین هغه خو یې لا له پخوا څخه د سیمې د یوه لوی قوم سره مترادف ګرځولي دي.
د سړې جګړې نوی دوران راپیلیدونکی دی او هماغه وسلوالې جهادي ډلې چې پخوا په عقیدوي پوتانسیل سره جنګول کېدل په نوي پړاو کې یې په قومي ځواک سره جنګوي، روانه زمانه د دغو پړاوونو د ناولي و خونړي بدلون ورځې دي.
زه ټینګ باور باور لرم، چې د افغانستان ستونزه هیڅکله قومي نه وه او نه ده، ځکه په قومي ستېژ لوبېدونکي لوبغاړي هيڅکله د هېڅ قوم استازي نه دي، بلکې تل یو له بهره راتپل شوی جنګ دی، چې په کې قومي تفاوتونه او تنوع د ابزارو او وسیلو په توګه کارول کیږي.افغانان خپلمنځي قومي دوښمني نه لري، خو که پردي استخبارات د پيسو او وسلو په زور بېلابېل لوري تر خوا ونیسي بیا نو په قومي حُب و بغض کې سره جنګېدلای شي.
یوه بله ستونزه چې دوښمنانو پېژندلې، خو موږ لا هم نه یو پرې پوهېدلي هغه د ملتپالنې او ملتپالو اسیب پذیري او مظلومیت دی. ملتپال بهیرونه او شخصیتونه د پردیو دوښمنو ځواکونو د لارې تر ټولو مهم خنډونه دي. دوی چې د قومي شخړو مخالف دي هم د جهادیانو له خوا تکفیریږي او هم د قومي سکټاریستانو له لوري ښکنځل کیږي. هغوی چې په افغانستان کې د ملت –دولت په پیاوړتیا باور لري له دواړو لوریو تر ګوزارونو لاندې دي.
هغوی چې د قومي شخړو پر اور تېل شیندي او د قومي کرکې و نفرت روایتونه او ادبیات تولیدوي له څو اړخو مجبور دي، یو دا چې د سیاست کولو لپاره بل فکر او سیاسي لار وچار نه پېژني. دا تر ډېره بریده د کمزوري سیاسي سواد خاوندان، د شهرت وږي، د مادي ګټو اړمن او د ځان مطرح کولو سخت تږي دي. د شهرت بله وسیله نه پېژني او که سیلاو هم راشي، نو لکه خوږهخولی توتي قومي بابولاله پیل کړي او وايي، چې سیلاوونه او زلزلې د پلاني قوم له لاسه پېښیږي. بله کیسه دا ده، چې د نړیوالو ښکېلاکي استخباراتو له خوا د داسې وګړیو له محرومیت او اقتصادي اړتیا څخه په سوءاستفاده د همدې قومي شخړو جوړولو لپاره استخدامیږي.په بله وینا د قومي شخړو جوړول د دوی د روزي بودولو ایکي یوازینۍ لارې دي.
عجیبه دا ده، چې د سپینو په خوا ولاړ له قومي سنګره جنګېدونکي او د تورو یا شنو او برګو خواته ولاړ سکټاریستان له یوې خزانې څخه تنخوا اخلي او لکه د مداري په میدان کې جنګیدونکي مار و موشخورما سره نښتي وي، خبر نه دي، چې دواړو ته خواړه د مداري له یوې کڅوړې ورکول کیږي.
څه باید وشي؟
سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او ملي بحثونه باید د ملتپال او افغانستان محوره لیدلوري په ګټه مدیریت شي.دا شعور باید عام شي؛ هغه څه چې په سیمه او زموږ پر هېواد راتلونکي دي، موږ یې باید په وړاندې د یوه ملت په حیث ودریږو، نه د سره مخالفو قومونو په سنګرونو کې. که داسې وکړو، د ټولو پر سر ولاړ مشترک چت (افغانستان) راباندې پریوځي او تر لاندې به ټول سټ شو.
ملي، ملتپال او افغانستانګډونه روایتونه باید هم له تکفیر څخه وژغورو او هم د نړیوال نوي ښکېلاک له منظمو زهري نیښونو څخه چې په دې ورځو کې د سکټاریستو ډلګیو او شخصیتونو په وسله بدل شوي دي.
دا باید عامه کړو، چې د افغانستان ستونزه دوه لوري لري، یو لوری د تحجر، استبداد، نفی او انحصار ایډیولوژیک محور دی، چې د پردیو په مټ او د یوې نړیوالې دسیسې په ترڅ کې پر افغانستان حاکم شوی دی، په دوی کې د ټولو قومونو ایډیولوژیک او د منځنیو پېړیو د روایتونو پلویان شامل دي او تاوان و دوښمني یې هم د افغانستان له ټولو قومونو، سیمو، ژبو او انسانانو سره یو شان ده، څوک چې په شمېر زیات دي زیات زیان ویني.
بلخوا روښانفکر، ملي، په بشري حقونو، ولسواکي، قانونمندۍ او د انساني ژوند پر ارزښتونو باورمن افغانان دي، چې په دوی کې هم د هرقوم، هرې سیمې، هرې ژبې او هر مذهب خلک شته، چې یو ودان او سرلوړی، ولسواک، جمهوري او خپلواک افغانستان غواړي. که منسجمه او هماهنګه مبارزه وکړي، ان له سوله ییزو لارو چارو او د ملت د یووالي او شعوري ویښتیا په وسله بریالی کېدلای شي، چې د دغې بریا امتیاز به هم د ټولو افغانانو ګډه روښانه راتلونکي وي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.