ننګرهار کې د ميرويس نیکه جام په نوم د ۵ زونونو ترمنځ درې ورځنۍ سيالۍ پیليږي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۶

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د راتلونکې جمعې په ورځ په ننګرهار کې د ميرویس نیکه جام په نوم د پنځو زونونو ترمنځ د کرېکټ درې ورځنۍ سيالۍ پيليږي.

د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د غړو په خبره، د څلورم پړاو دغه درې ورځنۍ سيالۍ د استعدادونو د روزولو په هدف تر سره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د میرویس نیکه جام سيالۍ به ۱۹ ورځي دوام وکړي.

دغه سيالۍ د غازي امان الله خان او شهيد نجیب الله ترکۍ پر لوبغالو کېږي، چې پکې به شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړي ولوبيږي.

د کرېکت بورډ غوراوي کمېټې غړی میر مبارز وايي، چې د لوبو لپاره یې لوبغاړو ته ځيني شرايط هم ايښي تر څو نوي لوبغاړي د کرېکټ له نړیوالو او نويو اصولو سره بلد شي.

مبارز زياتوي: « په دې لوبو کې ټولو لوبغاړو ته چانس ورکول کیږي، ټول لوبغاړي مساوي او پر خپل ځای به لوبه کوي، توپوهونکی، توپ اچوونکی او الراونډر بر پر خپل ځای لوبيږي او پايله به یې ښه وي.»

د مبارز په خبره، چې هره لوبډله کې به درې احتياطي وي او لوبډله به له پنځلسو لوبغاړو جوړه وي.

کرېکت بورډ تېره اونۍ په کابل کې د قوش تېپې جام په نوم د پنځو زونونو تر منځ د کرېکټ شل اوريزه سيالۍ پای ته ورسولې، چې بند امير لوبډلې پکې اتله شوه

نور خبرونه

رادیو