بند امیر او مس عینک لوبډلې د قوش تېپې جام سیالیو کې د پنځو لوبډلو تر منځ له غوره لوبو ترسره کولو وروسته پایلوبې ته ووتلې او نن د کابل په نړېوال لوبغالي کې د یادو دوو لوبډلو تر منځ پایلوبه کیږی.
د قوش ټېپې جام سیالۍ د غوايي په ۱۲مه نېټه د پنځو لوبډلو تر منځ په کابل کې پیل شوې.
په دغه سیالیو کې بست، بند امیر، مس عینک، سپین غر او امو په نوم پنځه لوبډلې د یو بل په وړاندې ولوبیدلې.
د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ چې د قوش تېپې جام سیالیو پایلوبې ته د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د مس عینک او حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د بند امیر لوبډلو لاره وموندله.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې د یاد جام پایلوبه به نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) له غرمې وړاندې ۱۱ بجې د کابل نړېوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د بند امیر او مس عینک لوبډلو لوبدلمشران وايي لوبډلې یې د نن سترې پایلوبې لپاره ښه چمتوالي نیولي دي.