د قوش تېپې ملي شل ‌اوریز جام سیالیو کې بند امیر لوبډلې اتلولي خپله کړه

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۴

د قوش تېپې ملي شل ‌اوریز جام سیالیو پایلوبه کې بند امیر لوبډلې مس عینک لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې ددې سیالیو پچه د بند امیر لوبډلې وګټله او لومړی یې د مس عینک لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

دغه سیالۍ چې د دوشنبې په ورځ (د غویي ۲۴مه) ترسره شوې، بند امیر لوبډلې د کریم جنت د ۱۰۷ منډو او ۴ ویکټو پر مټ مس‌عینک زون ته ماته ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې په خپل نوم ثبت کړه.
د کرېکټ بورډ په خبره، د بند امیر زون لوبډلې له یوې خورا غوره توپوهنې وروسته د مس عینک زون پر وړاندې د روانې پایلوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره ۱۹۶ منډې جوړې کړې.
د ویلو ده، چې د دغې لوبډلې په ګټه کریم جنت غوره توپوهنه وکړه او بهترینه سلیزه یې جوړه کړه.
بند امیر او مس عینک لوبډلې د قوش تېپې جام سیالیو کې د پنځو لوبډلو تر منځ له غوره لوبو ترسره کولو وروسته پایلوبې ته ووتلې او نن د کابل په نړۍوال لوبغالي کې د یادو دوو لوبډلو تر منځ پایلوبه وشوه.
د قوش ټېپې جام سیالۍ د غويي میاشتې په ۱۲مه نېټه د پنځو لوبډلو تر منځ په کابل کې پیل شوې.
په دغه جام کې پنځه لوبډلې مس عینک، بند امیر، بُست، امو او سپین غر لوبډلو برخه درلوده.
ټاکل شوې وه، چې د قوش تېپې ملي شل اوریز جام سیالۍ د کندهار کرېکټ په لوبغالي کې ترسره شي؛ خو د یو شمېر امنیتي ستونزه له امله دا لوبې په کابل کې ترسره شوې.
د راپورونو له مخې، هر یوه ټيم کې شل لوبغاړي وو او د ملي ټيم لوبغاړي په ټولو ټيمونو کې په مساویانه توګه وېشل شوي وو.
د افغانستان کرېکټ بورډ مخکې ویلي و، چې دغه سیالۍ د نړۍوال جام لپاره د ملي لوبډلې د چمتووالي او ظرفیت لوړولو په موخه ترسره کیږي.

نور خبرونه

رادیو