د فعالو ښځو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ وویل چې طالبان په افغانستان کې سېلاب ځپلو ته د رسېدو «وړتیا او سیاسي اراده» نه لري.
«د افغانستان لپاره د کاناډا د ښځو ټولنې» له نړیوالو مرستندویه موسسو وغوښتل چې د افغانستان په څو ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره بیړنۍ مرستې وکړي.
په افغانستان کې د سختو بارانونو لړۍ چې د سېلابونو لامل شوې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې پیل شوه.
د جمعې په ماښام د غوايي ۲۱مه په افغانستان کې سخت توپانونه راغلل، چې په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان او کندهار کې یې ستر زیانونه واړول.
د افغانستان لپاره د کاناډا د ښځو ټولنې په یوه لیک کې ویلي: «د دغو ولایتونو نازک وضعیت ښيي چې واکمنه ډله (طالبان) سیاسي اراده او وړتیا نه لري چې د بې ګناه خلکو ژوند وژغوري او قربانیانو ته د ژوندي پاتې کیدو خدمتونه وړاندې کړي.»
دغو افغان او کاناډایي فعالانو په خپل لیک کې لیکلي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ساري ناروغیو د خپرېدو ګواښ ډېر دی. زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ سرپناه، روغتیايي خدمتونو او خوړو ته اړتیا لري.
دوی د دغه بشري ناورین په اړه د نړیوالو رسنیو پر بې غورۍ اندېښنه وښوده او له نړیوالو مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې د خلکو د ژغورنې لپاره کار وکړي.
طالبانو ویلي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۳۵۰ کسان مړه شوي او تر ۱۶۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
تر اوسه پورې ډېرو هېوادونو د طالبانو د واکمنۍ د مشروعيت نه لرلو له امله افغانستان ته د مستقيمو مرستو او د ژغورنې ډلې له لېږلو ډډه کړې ده.
د امریکا متحده ایالات، چې د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی، د یکشنبې په ورځ وویل چې د دوی مرستندویه ادارې سېلاب ځپلو ته بیړنۍ مرستې لکه اوبه او خواړه برابروي.
یو شمېر نورو هېوادونو لکه جاپان یوازې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.