په کابل کې د ۸ ولایتونود بي ګروپونو ترمنځ د ویلچر باسکټبال سيالۍ پيل شوې

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۲

د طالبانو تر واک لاندي د بدنې روزنې او ورزش ادارې ویلي، چې د سره صلیب او نوه املوس موسسې په مالي ملاتړ يې د اتو ولایتونو د بي ګروپونو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ یې پيل کړې.

په دې سیاليو کې د کابل، خوست، باميان، لغمان، کندهار، ميمنه، غور او میدان وردګ لوبډلو برخه اخيستې ده.

د بدنې روزنې او ورزش ادارې د شنبې په ورځ په خپله خبرپانه کې لیکلي، چې د همدې سياليو په لومړۍ لوبه کې ميمنې لوبډلې ۲۵ د ۲۱ نمرو په توپير میدان وردګ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سياليو لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

د دې سياليو مخکښه لوبډله به د الف ګروپ سياليو ته لاره پيدا کوي.

د ویلچر باسکټبال دغه سيالۍ د کابل په پارا المپيک ورزشي جمنازیم کې پيل شوي دي، چې پنځه ورځي به دوام وکړي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخي، چې له همدې سيالیو وروسته به د کابل، بلخ، بدخشان، هرات، پروان او ننګرهار په ګډون د شپږو ولایتونو د الف لوبډلې سیالی هم تر سره شي.

د بدنې روزنې او ورزش اداره وايي، چې دا سيالۍ د لوبغاړو د مهارتونو د لوړولو او ویلچر باسکټابل لوبډلې د جوړلو په موخه جوړي شوي دي.

نور خبرونه

رادیو