د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه نن پیل شوه.
د دغې لوبې پچه سریلانکا ګټلې او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه کړې.
د سریلانکا الف لوبډلې تر دا مهاله شاوخوا ۱۳۹ منډې جوړې کړې او ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.
افغان لوبډلې لهخوا محمد ابراهیم یو او ضیاءالرحمان اکبر بیا د سریلانکا ۳ لوبغاړي سوځولي دي.
تر دې وړاندې د سریلانکا الف لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لړۍ کې درې لوبې ګټلې وې، چې ورسره یې دغه سیریز هم ګټلی و.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په یو ورځنیو لوبو لړۍ کې درې لومړۍ لوبې سریلانکا او دوه وروستۍ لوبې افغان لوبډلې ګټلې وې.
دغه لوبې د سریلانکا په کوربهتوب ترسره کېږي.