د قوش تیپې ملي جام؛ نن بند امیر د امو زون او د سپین غر لوبډله د بست لوبډلې سره لوبېږي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۱

د قوش تېپې ملي شل اوریز جام کرېکټ سیالیو پر دوام، نن د دغو سیالیو په ۱۷مه لوبه کې د بند امیر لوبډله د امو زون پر وړاندې او په ۱۸مه لوبه کې د سپین غر لوبډله د بست پر وړاندې لوبه کوي.

د ۱۷مې لوبې پچه بند امیر لوبډلې ګټلې او د امو زون پر وړاندې یې لومړی د توپ ‌اچونې پرېکړه کړې؛ خو دغه لوبه ‏د باران د ورېدو له امله څه موده وځنډېده او لوبه له ۲۰ اورونو ۱۵ اورونو ته راښکته شوه.
‏د دغو لوبو پر دوام، نن د دغو سیالیو په ۱۸مه لوبه کې بیا د سپین غر لوبډله د بست لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.
دغه لوبه د کابل پر وخت ۲:۳۰ بجې پیلېږي.
تېره ورځ بیا په قوش تېپې جام سیالیو کې د بست زون لوبډلې د بند امیر زون لوبډلې ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
بست لوبډلې بند امیر ته له ورکړي ۲۳۸ منډو هدف په سختۍ ساتنه وکړه او لوبه یې د ۱۸ منډو په توپیر وګټله.
ورته مهال تېره ورځ د قوش تېپې شل اوره جام سیالیو کې مس عینک لوبډلې سپین غر زون ته د یوې ویکټې په توپیر ماتې ورکړه.
سپین غر لوبډلې د پچې ګټلو سره د توپوهنې پرېکړه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په شلو اورونو کې ۱۳۱ منډې جوړې کړې.

نور خبرونه

رادیو