طالبان: د ایران د حقابې لویه برخه ورکړل شوې او اوبه لا هم ور روانې دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۱

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر عبداللطیف منصور په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر حسن مرتضوي سره په کتنه کې وویل چې د ایران د حقابې یوه لویه برخه ورکړل شوې او د اوبو خوشي کول دوام لري.

مرتضوي هیله څرګنده کړه، چې د اوبو مسله به د ایران او طالبانو له "یووالي" سره مرسته وکړي.

تسنیم خبري اژانس چې سپاه پاسداران اړوند دی، نن راپور ورکړ، چې حسن مرتضوي او عبداللطیف منصور په کابل کې سره وکتل او د ایران د ادعا په اړه یې خبرې وکړې.

د دغه رپوټ له مخې د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر وویل چې په وروستیو ورځو کې د بارانونو له امله اوبه په دوو پړاوونو کې د ۱۴۰۲ کال د وري او د غويي په میاشتو کې د تهران او کابل ترمنځ د حقابې موافقې له مخې د سیستان-بلوچستان د سرحدونو په لور خوشې شوې دي.

خو عبداللطیف منصور د ایران د حقابې دوام د باران په اندازه پورې تړلی ګڼي.

هغه وویل: «هیله لرو چې د بارانونو په دوام سره به په سږ کال د ایران د اسلامی جمهوریت د پام وړ اوبه برابرې شی.»

دغه طالب وزیر خبر ورکړ، چې د کمال خان بند دروازې لا هم خلاصې دي.

د ایران اسلامي جمهوریت وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمندد تړون له مخې ایران ته هر کال د هلمند سیند شاوخوا ۸۵۰ میلیونه متر مکعب اوبه ځانګړي کیږي.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو له وزیر سره په کتنه کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال د انرژي په ډګرونو کې د صادراتو لپاره د ایران د چمتووالی خبر ورکړ او ویې ویل د ایران اسلامی جمهوریت یو مهم او د په دې برخه کې د طالبانو اعمتماد وړ ملګری دی.

نور خبرونه

رادیو