عوامي نشنل ګوند په یوې خبرپاڼې کې د دغه ګوند د غړي او د پښتو ژبې د مشهور شاعر اکمل لیوني د مړینې خبر ورکړی.
نوموړی د اوه اویا کلونو په عمر په خیبر پښتونخوا کې پرون مړ شوی دی.
عوامي نشنل ګوند اکمل لېونی د خدایي خدمتګار د تحریک یو باتجربه غړی یاد کړی او ويلي یې دي، چې په قامي بیدارۍ کې د نوموړي ونډه غښتلې وه.
د دغه ګوند صوبايي مشر ایمل ولي خان د نوموړي مړینه د دوی د ګوند او د فکر د لارویانو لپاره یوه ضایع بللې ده او ویلي یې دي، چې اکمل لیوني د خپل شعر پر بنسټ د پښتون قام د فکري روزنې دنده ترسره کړې ده.
اکمل لیونی چې د خیبر پښتونخوا د مردان اوسېدونکی و؛ د خپلو انقلابي او نشنالیستیکو شعرونو له امله په پښتونخوا او افغانستان کې مشهور دی، په دې وروستیو کې یې کتابونه پلورل.
نوموړی سیمه په سیمه ګرځېده او پر پښتنو یې د پښتو ژبې کتابونه خرڅول.
هغه په د پښتورګو له ناروغیو کړېده او له څه مودې راهیسې بیستري و، چې تېره ورځ له همدغې ناروغۍ مړ شو.