د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، په قوش تېپه جام کې د بوست زون لوبډلې د بند امیر زون لوبډلې ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د بورډ د اعلامیې له مخې، بوست لوبډلې بند امیر ته له ورکړي ۲۳۸ منډو هدف په سختۍ ساتنه وکړه او لوبه یې د ۱۸ منډو په توپیر وګټله.
د دغو لوبو پچه بوست لوبډلې وګټله او د بند امیر لوبډلې پر وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د بوست زون لوبډلې د نعمان شاه په ۸۶، د حضرت الله ځاځي په ۶۴ او د نجیب الله ځدراڼ په ۵۳ او رحمت شاه زرمتي د ۲۰ منډو پرمټ د ۳ لوبغاړو په زیان ۲۳۷ منډې جوړې کړې.
دا په روانو سیالیو کې د بوست لوبډلې دریمه بریا ده.
تر دې وړاندې مس عینک لوبډلې سپین غر زون ته د یوې ویکټې په توپیر ماتې ورکړې وه.
د قوش تېپې د ملي شل اوره جام سیالۍ ۱۷مه لوبه به د بند امیر او امو لوبډلو ترمنځ سبا ته په ۹ بجو وشي.