د قوش تېپې شل اوره جام سیالیو کې نن مس عینک لوبډلې سپین غر زون ته د یوې ویکټې په توپیر ماتې ورکړه.
سپین غر لوبډلې د پچې ګټلو سره د توپوهنې پرېکړه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په شلو اورونو کې ۱۳۱ منډې جوړې کړې.
په مقابل کې مسعینک لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو د وروستي اور په څلورم توپ د سپینغر لوبډلې د ۱۳۲ منډو هدف پوره کړ.
دا په روانو سیالیو کې د مس عینک څلورمه بریا ده.
سپین غر لوبډله د سمیع الله شینواري او مس عینک د ابراهیم ځدران په لوبډلمشرۍ لوبیږي.
له دې سره، د نن ورځې دویمه لوبه بیا د بست او بند امیر لوبډلو ترمنځ کیږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې د قوش تېپې ملي شل اوره جام سیالیو د ۱۶مې لوبې پچه د بست لوبډلې ګټلې ده او لومړی یې د بند امیر لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه کړې.
په پرونیو سیالیو کې امو زون لوبډلې بست زون ته د ۶۸ منډو په توپیر سره ماتې ور کړه.
په کابل کې د قوش تېپې جام سیالیو کې هره ورځ دوه لوبې کېږي.