د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسپانېا سترې محکمې د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې، د اسپانیا د فوټبال فدراسیون پخوانی رییس لویس روبالیز به د دغه هېواد د ښځینه ملي لوبډلې لوبغاړې جېني هرموسو په جبري توګه د ښکلولو په تور محاکمه کېږي.
لویس روبالیز د جبري ښکلولو سربېره، د جنسي تېري او یو بل جبري تور قضیه کې هم ښکېل دی.
د اسپانیا د قانون له مخې، دا جرمونه په ترتیب سره یو کال او ۱۸ میاشتې سزا لري.
د اسپانیا سترې محکمې ویلي، چې د یاد هېواد د فوټبال د ښځینه ملي لوبډلې پخوانی روزونکی خورخه وېلدا، د لوبډلې مدیر البرت لوکه او د فدراسیون د بازار موندنې مشر روبېن ریویرا به هم محاکمه شي.
دغه درې کسان په دې تورن شوي، چې جېني هرموسو یې دې ته اړ اېستې وه چې ووايي ښکلول د دې په خوښه شوي و.