د افغانستان کرېکت بورډ وايي، د قوش تېپې ملي سیالیو په دوام نن لومړۍ لوبه بند امیر د مس عینک لوبډلې پر وړاندې او دویمه سیالي بست د امو لوبډلې پر وړاندې تر سره کوي.
د افغانستان کرېکټ بورد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د چهار شنبې په ورځ د (غويي ۱۹مه) د قوش تېپې ملي جام سیالیو په لړ کې به د کابل په نړۍوال لوبغالي کې دوه سیالۍ تر سره شي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، لومړۍ سیالي د بند امیر او مس عینک لوبډلو ترمنځ تر سره کېږي.
د قوش تېپې ملي شل اوریز جام سیالیو ۱۳مې لوبې پچه بند امیر لوبډلې وګټله او د مس عینک لوبډلې پر وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
کرېکټ بورډ وايي، دویمه سیالي به د کابل په سیمهایز وخت ماسپښین له یوې بجې وروسته د امو او بست لوبډلو ترمنځ تر سره شي.
په قوش تېپې شل اوریز ملي جام سیالیو کې بند امیر، بست، مس عینک، سپین غر زون او امو لوبډلي یو د بل پر وړاندې لوبېږي، چې مخکښه یې د بند امیر لوبډله ده.