د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې او سریلانکا الف لوبډلې تر منځ د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ شپږ ورځې وړاندې پیل شوې او افغان لوبدلې په دغې لوبلړۍ کې خپلې سر په سر درې لوبې سریلانکا لوبډلې ته بایللې دي.
د ننۍ لوبې پچه افغان الف لوبډلې ګټلې او لومړی توب اچونه کوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، نن یک شنبې د (غوايي ۱۶مه) د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې او سریلانکا الف لوبډلې تر منځ د یو ورځنیو سیالیو څلورمه لوبه ترسره کیږي.
کرېکټ بورډ وايي، د یادې سیالۍ پچه د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې ګټلې او د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه یې کړې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ د اکرام علیخیل په لوبډلمشرۍ د کرېکټ الف لوبډله د یو ورځینو سیالیو د لوبلړۍ ترسره کېدو په موخه لیږلې ده.
په نننۍ سیالۍ کې، ریاض حسن، زبید اکبري، شاهد الله کمال، درویش رسولي، اکرام عالیخیل، بلال احمد ترین، قیس احمد، نوید ځدران، ننګیال خروټی، سلیم صافی، او بلال سمیع د سریلانکا الف لوبډلې په وړاندې لوبیږي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د الف لوبډلې او سریلانکا الف لوبډلې تر منځ د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍشپږ ورځې وړاندې پیل شوې او افغان لوبدلې په دغې لوبلړۍ کې خپلېسر په سر درې لوبې سریلانکا لوبډلې ته بایللې دي.