د قوش تېپې ملي شلاوریز جام سیالیو په لړ کې نن د بست او سپین غر لوبډلو ترمنځ لوبه د پرله پسې باران له امله لغوه شوه.
د افغانستان کرېکټ بورډ په اېکس پاڼه د دغې لوبې د لغوه کېدو خبر ورکړی دی.
تېره ورځ هم د سپین غر او امو لوبډلو ترمنځ د دغو سیالیو پنځمه لوبه د پرلپسې باران ورېدو له امله بې پایلې اعلان شوه.
د دغې لوبې پچه د امو لوبډلې ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.
ورته مهال سپین غر لوبډلې په څلورو اورونو کې ۲۲منډې کړې وې او دوه لوبغاړي یې سوځېدلي وو؛ خو د باران د ورېدو له امله دغه لوبه ځای په ځای ودرېده.
د دغو سیالیو څلورمه لوبه مس عینک لوبډلې له بست لوبډلې څخه په ۱۴منډو او د دغو سیالیو درېیمه لوبه بند امیر لوبډلې په لسو وېکټو له امو لوبډلې ګټلې وه.