د قوش تېپې د کرېکټ شل اوريزو سيالیو کې بند امیر بست او سپین غر مس عینک لوبډله ماته کړه

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲

د "قوش تېپې" په نامه د کرېکټ شل اوريزو سیالیو په پیل کې بند امیر لوبډلې بُست لوبډلې ته د درېیو منډو په توپیر سره ماته ورکړه.
دغه لوبې نن چهارشنبه (د غویي ۱۳مه) د کابل نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه نن سهار ۹:۳۰ بجې د بند امیر او بُست لوبډلو ترمنځ او دویمه لوبه د ماسپښین ۲ بجې د سپین‌غر او مس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.
په دویمه لوبه کې بیا سپین غر لوبډلې هم مس عینک لوبډلې ته د درېیو ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.
د کرېکټ بورډ په خبره؛ دغه سیالۍ به د همدې میاشتې تر ۱۳مې نېټې د کابل ولایت په کرېکټ لوبغالي کې دوام وکړي.
په دغه جام کې پنځه لوبډلې مس عینک، بند امیر، بُست، امو او سپین غر لوبډلې برخه لري، چې له یو بل سره به سیالي کوي.
ټاکل شوې وه، چې د قوش تېپې ملي شل اوریز جام سیالۍ د کندهار کرېکټ په لوبغالي کې ترسره شي؛ خو د یو شمېر امنیتي ستونزه له امله دا لوبې اوس په کابل کې ترسره کیږي.
د راپورونو له مخې، هر یوه ټيم کې شل لوبغاړي دي او د ملي ټيم لوبغاړي په ټولو ټيمونو کې په مساویانه توګه وېشل شوې دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې دغه سیالۍ د نړۍوال جام لپاره د ملي لوبډلې د چمتووالي او ظرفیت لوړولو په موخه ترسره کیږي.

نور خبرونه

رادیو