د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي، چې د فوټبال اتلانو لیګ دریم پړاو سياليو کې نن شنبه د هرات سرخپوشان لوبډلې د هلمند له ميوند لوبډلې او د بلخ موج ساحل لوبډلې د فاریاب له سرسبز ياشلر لوبډلې لوبې وګټلې.
دغه سيالۍ په کابل کې شروع شوې او هره ورځ پکې دوې لوبې کيږي.
د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخي، د هرات سرخپوشان لوبډلې ۶ د صفر په مقابل کې د هلمند له ميوند لوبډلې او د بلخ موج ساحل لوبډلې بيا ۲ د ۱ په مقابل کې د فارياب له سرسبز یاشلر لوبډلې سیالۍ وګټلې.
د دې سياليو د پرون جمعې د ورځی لومړۍ لوبه د هرات اټک انژي لوبډلي ۵ د صفر په مقابل کې د فاریاب له خراسان لوبډلې ګټلې وه او دوهمه لوبه کې بيا د کندهار عينومېنې لوبډلې ۲ د ۱ په مقابل کې د فراه له ابومسلیم لوبډلې ماته خوړلې وه.
د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ دریم پړاو په دغو سيالیو کې۱۲ لوبډلو برخه اخيستې او يوه میاشت به دوام وکړي.