د لکي مروت د سمنټو پر فابریکې د وسله‌والو برید کې د مرګ ژوبلې تر څنګ مالي زیانونه هم اوښتي

AP ۱۴۰۳ غویی ۷

تېره شپه ناوخته د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د لکي د سمنټو په فابریکه د وسله‌والو د برید له امله د فابریکې ساتونکی وژل شوی او د دغې کارخونې ګڼو موټرو ته اور اچول شوی دی.

دغه برید له هغې وروسته شوی، چې تېره ورځ د لکي مروت زرګونه اوسېدونکو د سیاسي ګوندونو او مخورو په ګډون جرګه وربللې وه او د پاکستان له پوځ او حکومته یې د ممکنه پوځي عملیاتو سره مخالفت ښودلی و.
لکي مروت د پاکستاني طالبانو غورځنګ د نفوذ سیمه بلل کېږي او هلته پر امنیتي ځواکونو ډېر بریدونه کېږي.
د لکي مروت جرګې سره هم‌مهاله په دغه سیمه کې د سوداګرو ټولنې یا انجمن تجاران د بې قانونۍ او زیاتېدونکې ترهګرۍ پرضد کاربندیز هم کړی و.
د پاکستان پوځ پر ۲۰۱۴ کال په وزیرستان کې هم عملیات وکړل، چې له امله یې په لکونو خلک د پاکستان په بېلابېلو ښارونو سربېره د افغانستان خوست او پکتیکا ته هم کډوال شوي وو.
د لکي مروت جرګې پرون ویلي و، چې که وزیرستان کې د ترسره شویو عملیاتو سره د طالبانو بریدونه ختم نه شول؛ نو لکي مروت کې به هم وسله‌وال ختم نه شي.

نور خبرونه

رادیو