د عوامي نېشنل ګوند خبر ورکړی، چې په کورمې ولسوالۍ کې د قومونو ترمنځ د تاوتريخوالي کمولو او د ستونزې د حل په موخه یې د سناتور باز محمد په مشرۍ یوه کمېټه جوړه کړې.
دغه ګوند ويلي، چې ټاکل شوې کمېټه به له ټولو خواو سره خبري کوي.
د پاکستان عوامي نېشنل ګوند د شنبې په ورځ ويلي، چې د پښتونخوا ایالت مشر میا افتخار حسين د ایمل ولی خان په هدایت دغه کمېټه جوړه کړې، ترڅو په کورمې ولسوالۍ کې وضعت کابو او په جنګ کې د ښکيلو قومونو سره خبري وکړي.
د ګوند په دې کمېټه کې شاهي خان شيراني، حميد طوفان، نثار مهمند، ګل صاحب خان خټک، شېخ جهانزاده، شاه حسين شينواری، ایاز وزير، خلیل وزیر، حيدرعلي شاه داوړ او ابن علي ګډون لری.
عوامي نېشنل ګوند ويلي، چې ټاکل شوې کمېټه به د پېښور باچاخان مرکز سره په تماس کې وي او وخت پر وخت به مالومات وسره شریکوي.
د راپورنو پر بنسټ د کورمې ولسوالۍ د علیزیو او باغان قومونو تر منځ درنه جګړه روانه ده او دواړه خواوې د یو بل پر ضد له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخلي.
یو دولتي سرچینه وايي، چې د خیبرپښتونخوا حکومت له خوا هم یوه دولتي جرګه باړه چینار ته رسېدلې ده.
په دې جرګه کې د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی ساحد حسین توری د خیبرښتونخوا مشر وزیر ندیم اسلم، د پولیسو مشر اختر محمد ګنډاپور، ایالتي وزیران محمد علي سیف او افتاب عالم اپریدی شامل دي.
دغه جرګه غواړي روانه جګړه پای ته ورسوي او دواړو طرفه به خبرې پیلوي.