د هواپوهنې اداره:نن او سبا د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ غویی ۷

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې ادارې په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د جمعې او شنبې په ورځو به یو ځلې بیا د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې شړکنده بارانونه، واورې او ورسره د زورورو سېلابونو د راوتو اټکل هم کېږي.

د دغو اټکلونو له مخې به د باران کچه له ۲۰ تر ۵۵ ملي مترو پورې وي او ورسره د توندو بادونو د راوتلو وړاندوینه هم شوې ده.
په وروستیو اوونیو کې د افغانستان ځینې ولایتونه د سختو ورښتونو او سېلابونو بهېدلو شاهدان وو، چې خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
د چاپیریال ساتنې کارپوهان وایي، په افغانستان کې دوامداره وچکالۍ، بې وخته ورښتونه، وارورې او سېلابونه د اقلیمي بدلون پایلې دي چې په افغانستان کې یو په یو راڅرګندېږي.
همدا څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) له نړۍوالې ټولنې غوښتي و، چې په دې برخه کې د افغانانو لاسنیوي ته راودانګي چې د اقلیمي بدلون له دغو پایلو سره د مبارزې وړتیا پیدا کړي.
د دې ادارې په وینا وچکالي، سېلابونه او د ځمکې ښوییدنه هغه څه دي چې د مېلیونونو افغانانو ژوند او روغتیا یې له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

نور خبرونه

رادیو