د تحریک طالبان پاکستان له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت څخه د یادې ډلې سره یوشمېر نور طالبان يوځای شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د پاکستان د بلوچستان ایالت د لورلايي ولسوالۍ څخه یوه ډله کسان د تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شوي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د بلوچستان ایالت په لورلايي کې د خالد په مشرۍ یوې ډلې د مفتي ابو منصور عاصم په لاس د ټيټيپي سره بیعت وکړ.
په خبرپاڼه کې د پاکستاني طالبانو سره د یو ځای شویو کسانو شمېر نه دی په ډاګه شوی.
همدارګه په دغه خبر پاڼه کې د پاکستاني طالبانو د بلوڅانو او عامو پاکستاني وګړو څخه غوښتل شوي چې، د خپلو شرعي او ملي حقونو د ترلاسه کولو په موخه دې د پاکستاني طالبانو سره یوځای شي.