د پښتونخوا په خیبر کې درې وسلوال ووژل او ۱۵ سرتېري ټپیان شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۶

د پاکستان پوځ وايي، د پښتونخوا په خیبر سیمه کې یې د استخباراتي معلوماتو له مخې نن په عملیاتو کې درې وسلوال وژلي دي.

له بلې خوا په خیبر کې ملېشه ځواکونه وايي، چې د چاودنې له امله یې پرون ۱۵ سرتېري ټپیان شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، چې پوځ په خیبر کې د دریو وسلوالو پر وژلو سربېره وسلې او مهمات هم موندلي دي.

د پوځ د نن ورځې عملیات په دغه سیمه کې د ۱۵ ملېشه ځواکونو له ټپي کېدو یوه ورځ وروسته شوي دي.

د پاکستان پوځ له نږدې دوو میاشتو راهیسې په خیبر کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي دي، خو لا هم د دې پر دوی د پخوا په څېر بریدونه کېږي.

نور خبرونه

رادیو