پاکستانی پوځ وايي، له افغانستان سره نږدې یې په پوځي عملیاتو کې ۱۱ وسله وال وژلي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۴

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ ویلي چې په دوو جلا عملیاتو کې یې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي دي.
پوځ وايي، له افغانستان سره نږدې یې په قباييلي سيمو کې ۱۱ وسله وال وژلي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د دوشنبې په ورځ د (غوايي درېیمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان کې ۱۰ وسله وال وژل شوي دي. دغه راز په شمالي وزیرستان کې هم یو وسله وال وژل شوی.
د پوځ دغه عمليات يوه ورځ وروسته له هغې وشول چې په دې سيمه کې د وسله والو له خوا د ګمرک دوه کارکوونکي ووژل شول.
د پاکستان امنیتي ځواکونه تل په دغو سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل وي.
په دې وروستیو کې يو ځل بیا په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې امنیتي وضعیت تر پخوا ترینګلی شوی او په سیمه کې خلک شکایت کوي چې د پوځ په عملیاتو کې ډیری وخت ولسي خلکو ته زیان اوړي او د دې تر څنګ وسله وال کسان هم د ټوپک شپیلۍ په ولسي خلکو ور اړوي او پوځ یې مخه نه نیسي.

نور خبرونه

رادیو