د هالیووډ مشهورې اداکارې او پروډیوسرې جنیفر لارنس د افغان میرمنو د وضعیت په اړه په نړیوال پوهاوي باندې ټینګار کړی دی.
هغې وویل: "د دې لپاره چې نړۍ د افغان میرمنو د کړاوونو شاهده نه وي، موږ باید په خپلو حکومتونو فشار راوړو چې طالبان ځواب ویلو ته اړ کړي."
اغلې لارنس چې د سحرا ماني په لارښودنه یا ډایریکټرۍ یې د "ډوډۍ او ګلابونه" مستند فلم جوړ کړی، له اوننګ سټنډرډ سره په مرکه کې ویلي، کله چې هغې غوښتل د دغه مستند فلم د جوړولو ملاتړ وکړي، نو ډېرو خلکو ورته وویل، چې ستونزمن او ډارونکی کار پیلوي.
خو د دې په اند « دې مسلې ته بې تفاوتي ډېره د اندېښنې وړ ده، ځکه چې طالبان د نړۍ لپاره یو تروریستي سازمان دی.»
اغلې لارنس مخکې ویلي وو چې د نړیوالو بحرانونو په ترڅ کې د افغان مېرمنو د هېرېدو وېره د ډوډۍ او ګلابونه د مستند فلم د جوړولو انګیزه وه.
له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې هغې وویل: "کله چې ما ولیدل چې افغان میرمنې او نجونې ټول هغه حقونه او ازادۍ له لاسه ورکوي چې د ترلاسه کولو لپاره یې خورا سخت کار کړی و، نو ما نه شوای کولی چې کېنم او یوازې ننداره وکړم."
"ډوډۍ او ګلابونه" مستند فلم د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دریو ښځو ژوند انځوروي.
دا فلم چې تېر کال د کان فلم فیسټیوال په ځانګړې برخه کې ښودل شوی و، ټاکل شوې د سرطان میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د اپل تلویزیون پلس او ټاکلو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.