پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځ د پاکستان د استخباراتو له پخواني مشر جنرال فیض حمید څخه د شتمني، د ځمکو غصب او له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې د قضیې په تړاو څېړنې کوي.
دغه تورونه د یوه شخصي ښارکوټي د خاوند له خوا پر نوموړي لګول شوي.
ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې دغه څېړنې د پاکستان د سترې محکمې او د دغه هېواد د دفاع وزارت په حکم ترسره کېږي. د دغه هېواد پوځ د دې څېړنې د ترسره کولو لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.
په دې قضیه کې د اسلام اباد هوايي ډګر ته څېرمه د «ټاپ سټي» په نوم د یوه شخصي ښارګوټي مالک معیز احمد خان د پاکستان سترې محکمې ته شکایت کړی چې د ۲۰۱۷ کال په مئ میاشت کې یو شمېر پاکستاني استخباراتي کارکونکو د هغه پر ښارګوټي او دفترونو چاپه وهلې وه. او د هغه ډېره اندازه سره زر، الماس، نغدې پیسې او نور شیان یې ترې یوړل.
په هغه وخت کې فیض د پاکستان د استخباراتو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د څانګې مشر و.
د دغه ښارګوټي خاوند په خپل شکایت لیک کې لیکلي، چې د استخباراتي افسرانو له برید وروسته جنرال فیض او ورور یې اړیکه ورسره ونیوله او ژمنه یې ورکړه، چې ستونزه به هواره کړي او نیول شوي ګران بیه توکي به بېرته ورکوي.
په شکایت ليک کې راغلي چې د استخباراتو پخواني مشر د ښارګوټي خاوند معیز احمدخان ته بېرته د لسګونو زرو توکیو او نغدو پیسو له ورکولو ډډه کړې وه.
د دغه ښارګوټي مالک دا ادعا هم کړې چې د پاکستان استخباراتي افسرانو له ده څخه ۴۰ میلیونه پاکستانۍ کلدارې بډې اخیستې.
د پاکستان سترې محکمې دغه قضیه مهمه او حساسه بللې او په دې اړه یې د جدي څېړنو غوښتنه کړې ده.
جنرال فیض حمید له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان د استخباراتو د ادارې مشري پر غاړه درلوده او تر دې مخکې د دغه سازمان د ترهګرۍ ضد ادارې مسوول و. دغه متقاعد پاکستانی جنرال په ډېرو جنجالي قضیو کې لاس لري. د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف هغه او جنرال باجوه د خپل حکومت د ړنګولو مسوول ګڼي.
د عمران خان د حکومت پر مهال فیض حمید لومړنی پاکستانی چارواکی و چې د جمهوري حکومت د سقوط په ورځو کې یې له طالبانو سره د خپلمنځي اختلافاتو د کمولو په موخه کابل ته سفر وکړ.
له واکه د عمران خان له لرې کېدو سره د پاکستان د استخباراتو مشر فیض حمید هم له دندې لرې شو او د وخت په تېرېدو مجبور شو چې استعفا وکړي.
دغه متقاعد پاکستانی جنرال په ډېرو جنجالي قضیو کې لاس لري. د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف هغه او جنرال باجوه د خپل حکومت د ړنګولو مسوول ګڼي.
د عمران خان د حکومت پر مهال فیض حمید لومړنی پاکستانی چارواکی و چې د جمهوري حکومت د سقوط په ورځو کې یې له طالبانو سره د خپلمنځي اختلافاتو د کمولو په موخه کابل ته سفر وکړ.
له واکه د عمران خان له لرې کېدو سره د پاکستان د استخباراتو مشر فیض حمید هم له دندې لرې شو او د وخت په تېرېدو مجبور شو چې استعفا وکړي.