د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې په غزني ولایت کې د دوی د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د دغې ډلې د امنیتي ځواکونو په مرسته یوه مېرمن د دغه ولایت په اندړ ولسوالۍ کې له دولس کلن کورني بنده خلاصه کړې ده.
په اېکس پاڼه په دغه خپور شوي خبر کې راغلي، د شمسیې په نوم دغه مېرمن د خپلو تره زامنو لهخوا له دولس کلونو راهیسې په کورني بند کې وه.
د دوی په وینا، نوموړې یې اوسمهال د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدولې ده.
له بل پلوه په دغه ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې تورن کسان یې د لاڅېړنې لپاره عدلي او قضایي برخو ته ورپېژندلي دي.
طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
خو تر دې وړاندې هم طالبانو څو ځلې خبر ورکړی و، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له کورني بنده یې د نارینهوو په ګډون څو ښځې راخلاصې کړې وې.