د طالبانو او سعودي عربستان د اعلان له مخې، نن د وري ۲۲مه د شوال او د اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.
په افغانستان کې د وروستیو امنیتي اندېښنو سره، سره طالبان د اختر په ورځو کې له بشپړو امنیتي تابیاوو خبر ورکوي.
همدا تېره ورځ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او په هرات ولایت کې د دغې ډلې مرستیال والي حیات الله مهاجر فراهي ویلي و، چې په اختر کې د امنیتي ګډوډۍ د مخنیوي لپاره ځانګړې تابیاوې نیول شوې دي.
د افغانستان په ګډون نن په سعودي عربستان، متحده عربي امارتو، قطر، کویټ، یمن، عراق، بحرین، فلسطین، سوریه، لبنان، مصر، تونس، سومالیا، مالیزیا، اسټرالیا، اندونیزیا، سنګاپور، فلیپین او ځیني نورو اروپایي هېوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ لمانځل کېږي.
پاکستان هم د تېر پر خلاف برایي شپه اعلان وکړ، چې نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده؛ دا رنګه د هند په ځینو ایالتونو کې بیا د شوال میاشتې د لېدو له کبله د اختر لومړۍ ورځ نن نمانځل کېږي او په ځینو برخو کې یې بیا سبا د اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې ده.