د ښځو د حقونو فعاله تمنا زریاب پریاني وایي؛ سره له دې چې د طالبانو له بند څخه د منیژې صدیقي په خوشې کېدو خوشاله ده، خو د هغې د ازادۍ مبارکي ویلی نه شي.
نوموړې وایي، چې طالبانو د افغانستان خلکو ته دغه هېواد په لوی زندان بدل کړی دی.
میرمن پریاني افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډیو په استولو سره منیژه صدیقي ته په خطاب کې ویلي: "دا چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوې یې خوشاله یم؛ خو خواشینې یم چې ستا د ازادۍ مبارکي ویلی نه شم، ځکه طالبانو افغانستان افغانانو ته په یوه زندان بدل کړی دی."
تمنا زریاب پریاني چې د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندلو د کمپاین وتلې څېره ده، له یو شمېر نورو ښځینه فعالانو سره یې په ګډه له څو میاشتو راهیسې د جنسیتي توپیر د پیژندلو په موخه د المان په بیلابیلو ښارونو کې یو لړ اعتراضونه او ان د نه خوړلو اعتصاب وکړ.
د ویلو ده، چې طالبانو د تېر کال د تلې په ١٧مه نېټه په کابل کې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي نیولې وه او څو ورځې مخکې د اختر په مناسبت د بندیانو د خوشې کېدو په لړ کې نوموړې هم د طالبانو له بند څخه خوشې شوه.