د طالبان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستیال وايي، چې په افغانستان کې يو شمېر کسان په يو او بل نوم هڅه کوي، چې تاريخي اثار او شتمنۍ قاچاق او یا تخريب کړي.
عتیق الله عزيزي د تاريخي ارزښتونو ساتنه د ټولو (ديني) دنده وبلله.
د طالبانو یو شمېر مسولانو د کابل په ملي ارشیف کې د قران کريم د خطي نسخو په پنځه ورځني نندارتون کې وويل، چې د تاريخي اثارو او سيمو ساتنې او پالنې ته يې پاملرنه زياته ده.
د قران کريم د خطي نسخو دغه پنځه ورځنی نندارتون پرون پيل شو.
د طالبانو د هنر او کلتور مرستيال عتيق الله عزيزي وويل، چې د دوی د مشر هبت الله اخونزاده د ځانګړي فرمان له مخي د تاريخي اثارو او سيمو د تخريب او قاچاق مخنيوی يې کړی او د ځينو سيمو د ترمیم په برخه کې يې ستونزې حل شوې دي.
عزيزي وايي، له ډېرې مودې راهیسې يو شمېر کسان د تاريخي اثارو او شتمنيو د قاچاق، تخريب او لوټولو هڅې کوي، چې دوی یې مخنیوی کړی.
نوموړي په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي او نه يې هم د کوم چا نوم اخیستی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازو د کابل په ملي ارشيف کې د قرانکریم د خطي نسخو د پنځه ورځني نندارتون د پرانیستې په پروګرام کې دا ارشيف په سيمه کې بې سارې بللی دی.
د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ملي ارشيف کې دا مهال ۲ سوه زره کتابونه، مجلې، فرمانونه او ګڼ شمېر نور ليکلي تاريخي اثار شته او ودانۍ يې ۱۵۰ کاله تاریخي ارزښت لري.