د کرېکټ نړۍواله شورا په ۲۰۲۴ کال کې په خپل تاریخ کې د نارینوو د ۲۰ اوریز نړۍوال جام تر ټولو ستر ټورنمنټ جوړوي.
ویست اندیز او امریکا د دغه ستر ټورنمنټ کوربتوب کوي.
دغه ستر نړۍوال جام به د جون له لومړۍ نیټې تر ۲۹مې نېټې پورې په امریکا کې ترسره کیږي.
ویل کیږي چې دغه سیالۍ به د ټورنمنټ په تاریخ کې تر ټولو ستره سیالۍ وي، چې۲۰ نړۍوال ټیمونه به په نهو ښارونو کې ۵۵ لوبې کوي.
دا لومړی ځل دی چې متحده ایالات د ۲۰ اوریز نړۍوال جام سیالیو کوربتوب کوي.
د یادېو سیالې ۱۶ به د نیویارک (ناوکاونټي نړۍوال لوبغالي)، د ډالاس (ګرانډ پرایري لوبغالي) او د لاوډر هیل په ( براوډکاونټي لوبغالي) کې ترسره کیږي.
ویسټ انډیز چې په ۲۰۱۰ کال کې د دې سیالیو کوربهتوب کړې و، سږ کال به د انټیګوا اوباربوډا په (سر ویوین ریچاردز لوبغالي) او د بارباډوس (د کینسنګټن لوبغالي) په ګډون، د دغه هیواد په بیلابیلو لوبغالو کې سیالۍ جوړې کړي.
بل خوا، د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام نیمه پایلوبې او پایلوبې لپاره د ریزرف ورځ منظور کړې ده.
د ای سي سي د مقررې له مخې، که په ټاکل شوې ورځ لوبه ترسره نه شي، نو د سیالۍ لپاره به بله ریزرف ورځ شته وي.
په ګروپي پړاو کې د لوبې د بشپړولو لپاره باید په دویم اننګیز کې لږ تر لږه ۵ اورونه ترسره شي، په داسې حال کې چې د ناک اوټ مرحله کې د لوبې بشپړولو ته په دویم اننګیز کې د لس اورونو لوبول اړین دي.
د ای سي سي جلسې کې د ۲۰۲۶ کال د T20 نړۍوال جام هم منظور شوی دی.
د ای سي سي د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال T20نړۍوال جام کې به ټولټال ۲۰ لوبډلې برخه اخلي، چې له دې ډلې به یې ۱۲ لوبډلې په مستقیمه توګه غوره کیږي. د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړۍوال جام کوربتوب به سریلانکا او هند په ګډه کوي.