د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، په غزه کې د روانې جګړې په ترڅ کې د فوټبال مشهور فلسطینی لوبغاړی محمد برکت په خان یونس کې د هغه پر کور د اسراییل په بمبارۍ کې وژل شوی دی.
محمد برکت د فلسطین د ملي لوبډلې استازیتوب کړی او د ځايي کلب لپاره یې هم لوبې کړې دي.
محمد برکت د خپل مسلکي ژوند په بهیر کې په نړیوالو او سیمه ییزو لوبو کې ۱۱۴ ګولونه کړي او د خان یونس د ځوانانو د کلب کپتان هم و.
راپورونه وايي، چې د دوشنبې په ورځ سهار وختي اسراییلي ځواکونو د خان یونس پر ځینې سیمو بمبار وکړ، چې د محمد برکت په ګډون پکې یو شمېر نور لوبغاړي هم وژل شوي دي.
نوموړی په غزه کې د فوټبال لومړنی لوبغاړی و، چې له سلو زیات ګولونه یې کړي وو.
برکت په اشغال شوې لویدیځه سیمه او اردن کې د الوحدت په ګډون د څو کلبونو لپاره هم لوبېدلی او په فلسطین کې د زیات شهرت خاوند و.
د تایید شویو راپورونو له مخې په غزه کې تر دا مهاله د بېلابېلو سپورتي ډلو غړي په بېلابېلو بمباریو کې وژل شوي دي.
الجزیره په یوه راپور کې کاږي، چې په روانه جګړه کې د باسکیټبال ۲۷ کلن لوبغاړی باسم النبهین، د فوټبال بل ۲۸ کلن لوبغاړی راشد دابور او د نورو سپورتونو ګڼ لوبغاړي وژل شوي دي.
که څه هم د روژې په درناوي په غزه کې د اوربند لپاره د مصر په ګډون ګڼو هېوادونو هڅې وکړې، خو یاد مذاکرات بې نتیجې پای ته رسېدلي دي.
په روانه اونۍ کې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ویلي وو، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې په جګړه کې اسراییل ته زیان رسوي.