طالبان: نن سبا د ټول افغانستان ښځې په شرعي حجاب کې دي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۷

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي، چې دا مهال د دوی د محتسبینو په همکارۍ ټولې ښځې په شرعي حجاب پوښل شوې او تر ډېره د دوی په خوښه حجاب عملي شوی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالغفار فاروق د طالبانو په کنټرول کې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د دوی محتسبینو د سیمو له مشرانو، ملایانو او نورو مخورو سره د خبرو اترو له لارې خلک دې ته اړ اېستل چې په خپلو کورنیو کې ښځینه پر دې پوهې کړي، چې شرعي حجاب په پام کې ونیسي.
نوموړي د هغه زور زیاتي، وهلو ربړولو او د ښځو د بندیانولو په اړه څه نه دي ویلي، چې طالبانو د حجاب د نه مراعتولو په تور ځینو مېرمنو ته ورکړې دي.
د کابل ښار یوې ښوونکې فریدې هوسا افغانستان انټرنشنل پښتو ته په دې اړه وویل: په افغانستان کې نحونې او مېرمنې له پخوا راهیسې په حجاب کې وې او حجاب د دغه هېواد د فرهنګي ارزښتونو په توګه هیڅکله هم له پامه نه دی غورځېدلی؛ خو طالبان غواړي په دې توګه تر نورو ځان زیات مسمان ښکاره کړي او د خپلې خوښې حجاب پر خلکو وتپي. موږ په ښوونځیو او پوهنتونونو او همدارنګه په کارځایونو کې تل حجاب په پام کې ساتلی او موږ له پخوا زمانو څخه مسلمانانې وو، طالبان دې موږ نوې نه مسلمانوي.
هغه ویدیو ګانې چې د حجاب د نه مراعتولو په تور د نجونو د ربړونو او نیولو په تړاو په خواله رسنیو کې خپرې شوي، طالبان یې نه مني او چورلټ ترېنه انکار کوي او هغه د خپلو کړو پر وړاندې تبلیغات ګڼي؛ خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځلې رسنیو ته منلې وه، چې دوی یو شمېر مېرمنې د څو ساعتونو له پاره په بند کې ساتلې وې او په دې اړه یې یو لړ سپارښتنې ورته کړې وې.

نور خبرونه

رادیو