که کله د پښتو غزل جاج اخلو نو حتمي به د حمزه شینواري له نوم سره مخ کیږو، دا نوم د پښتو غزل د نوي او پښتني رنګ پورې تړلی نوم دی او دا نوم د پښتون غزل څخه نه جلا کېدونکی نوم دی او نن د نوموړي د مړینې دېرشم تلین دی.

د پښتو غزل بابا “حمزه شینواری” ؛ هغه د پښتو ژبې یو غزلبول شاعر و، چې د پښتونخوا په لنډي کوتل کې زېږېدلي، پایېدلی او هملته دفن شوی دی. نوموړی په قوم شینواری او د پښتو ژبې یو له هغو نوموتو شاعرانو دی، چې په پښتو ژبه کې یې غزل په پښتني رنګ بیان کړی دی او که ووایم، چې غزل یې پښتون کړ نو ډېره لویه او له منطقه لېرې دعوه به مې نه وي کړې.

نوموړی په ۱۹۰۷ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې د خیبر په لنډي کوتل کې زېږېدلی دی، پلار یې ملک بازمير نومېده چې د خپلې قبيلې له مخورو سپين ږیرو څخه و.

هغه لومړنۍ زده کړې په لنډي کوتل کې وکړې او لا به منځنیو زده کړو ته نه و رسېدلی چې زده کړې یې پرېښودې، هغه د خپلو زده کړو د پرېښودو علت د یوه ښوونکي ناسم چلند بیان کړی دی.

هغه له ښوونځي څخه د زړه ماتېدو يادونه په يو شعر کې هم کړې او ويل يې چې د ښوونځي زنګ پرې داسې بد لګېده، لکه د اسرافيل شپېلۍ چې غږیږي.

هغه خپله لومړنۍ شاعري په اردو ژبه پیل کړه؛ خو بیا یې د خپل پیر سید عبدالستار پاچا په مشوره او لارښوونه یې په پښتو ژبه شاعري پیل کړه.

حمزه او پښتو شاعري:

که چېرې په پښتو شاعرۍ کې د حمزه شینواري ونډه څېړو ښايي د یوې کوچنۍ مقالې له وسې بېرون خبره وي، ځکه حمزه شینواري د پښتو غزل ته نوی رنګ ورکړی، نوي استعارات، تشبهات او پښتني رنګ یې د غزل برخه وګرځوله او هماغه و، چې د پښتو د غزل بابا لقب ورکړل شو.

ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم

په پښتو ادب کې د حمزه بابا شاعري ځانگړی او لوړ ځای لري. د هغه شاعري د زړې او نوې شاعرۍ يوه گډوله گڼل کېږي او تر ډېره یې د پښتو شاعرۍ ته نوی روح ورکړی دی.

هغه د پښتو شعر دوديزه او کلاسيکه لار خپله کړې؛ مګر د نوي پښتني رنګ په ورکولو سره یې په نوي انداز غزل لیکلی، چې دې چارې په خیبر کې د ادبي سبک یو نوی انداز را وټوکاوه.

په دې ډول ارواښاد حمزه پښتو غزل کې نوي اندونه او نظرونه وړاندې کړي او د خپل وخت د پښتو غزل دوران يې بشپړېدو پورې رسولی.

هغه څه له پاسه ١٣٠٠ غزلې ليکلې او کليات يې په څلورو ټوکونو کې خپاره شوي دي.

تورې سترگې مې د يار زړه ته په ځير دي

بــيــا حــبــشــو پــه کــعـبــې تـړلــی لام دی

حمزه او پښتو ډرامه:

حمزه شینواري د فلمي اداکارۍ یوه ناکامه هڅه هم کړې ده؛ خو حمزه شينواري تر ٢٠٠ زياتې نندارې (ډرامې) ليکلې دي، چې ډېری يې د پېښور راډيو له خوا خپرې شوې دي.

رفيق غزنوي په ١٩٤١ ز کال د لومړني پښتو فلم ليلا مجنون د کيسې، سندرو او ډيالوگونو د جوړولو وړانديز حمزه شینواري ته وکړ او حمزه شنیواري هم دا وړاندیز ومانه، چې له امله یې د پښتو ژبې د لومړني لیکوال ویاړ امیر حمزه شینواري ته په برخه شو.

تر دې وروسته د يوسف خان او شېربانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غیر غوندې د فلمونو کيسې هم وليکلې.

حمزه شینواري نه یوازې دا چې په پښتو غزل کې یې غوره نوم ګټلی بلکې د پېښور راډیو پښتو راډيويي ډرامو سبک یې بدل او مطلق د پښتني کلتور پر بنسټ یې پښتو ډرامې ولیکلې.

دا تصویر په پېښور پوهنتون کې اخیستل شوی ۲۶ په نښه شوی کس حمزه بابا او په تصویر کې قلندر مومند هم ښکاري

د حمزه شینواري اثار:

که څه هم په پښتو ژبه کې حمزه شینواری په غزل مشهور دی؛ مګر نوموړي په بېلابېلو ورځپاڼو او مهالنيو کې بېلابېلې څېړنيزې ليکنې خپرې کړې، ډېرې منظومې او نثري ترجمې يې هم کړي دي. لکه؛ د اقبالياتو او د ژوند په وروستيو کلونو کې يې د نهجل البلاغه په نوم د ژباړې يو کتاب، چې د علي رضي الله تعالی عنه تقريرونه او ليکونه دي، چاپ شوی دی.

نوموړي تر شلو ډېر د شاعرۍ، څېړنې، تصوف او د لیکونو د تبادلې کتابونه لیکلي او په اردو ژبه یې لس کتابونه تر دا مهاله چاپ شوي دي.

د حمزه شینواري د کتابونو نومونه:

د زړه اواز، يون، بهير، پري وونې، سپرلی په اينه کې، د خيبر وږمې، ژوند او يون، د کابل سفرنامه، د حجاز په لور، د ليلا مجنون فلم او د فلم کيسه، مږې څپې، د کارل مارکس اصول د عقل په نظر، د حمزه ژوندليک، غزونې، تجليات، د خوشال بابا يو شعر، تذکرة الستارية، انساني رڼا او پوهه، د حمزه ليکونه، غزليات (اردو)، انسان او زنده گي، د رحمان بابا د ديوان ژباړه په اردو نظم، د علامه اقبال د جاوېد نامې منظومه ژباړه، د ارمغان حجاز منظومه ژباړه، پټهان اور توهمات، قبايل کې رسم او رواج، ژور فکرونه، ډرامې، د حمزه کليات (پنځه ټوکه).

حمزه او وحدت الوجود:

هغه د فلمي اداکارۍ یوه ناکامه هڅه هم کړې ده؛ خو ونه توانید چې په فلم کې کار وکړي او له ناکامۍ وروسته د وحدت الوجود د تصوفي لارې لاروی شو.

هغه د یوه شاعر او صوفي په توګه په دې عقیده و، چې د نړۍ په ټولو اشیاو کې د خدای قدرت موجود دی او پرته د خدای له قدرته هېڅ حرکت نه شي رامنځته کېدلی.

په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم

چې له ډېرې پېداییه ناپدید شه

امير حمزه شينواری په ١٩٣٠ ز کال کې تصوف ته مخه کړه او د چشتي طريقت لار یې ونیوله. نوموړی په دغه وخت کې اجمير شريف ته هم تللی وو او د تصوف پر لار یې سر خلاص شوی و.

د تصوف د مکتب پير يې سيد عبدالستار شاه و. نوموړی په شاه صاحب هم مشهور و، چې حمزه بابا یې په اړه په اړه یوه تذکره لیکلې چې تذکره ستاریه نومیږي.

مړینه:

حمزه شینواري د خپل ژوند وروستي ټول کلونه په خپل پلرني کلي او پېښور کې تېر کړي دي، هغه د یوه شاعر، صوفي، ډرامه لیکونکي، دولتي مامور او قومي مشر په توګه په خپله سیمه کې پاتې شوی او په ۱۹۹۴ ز کال د فېبرورۍ په میاشت کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او په خپل پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

نور خبرونه

رادیو