په برلیناله فسټيوال کې د "میده ګل" په نوم د افغانې کډوالې نجلۍ د ژوند په اړه فلم خپریږي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۹

د ایران، المان او فرانسې محصول (میده ګل) دا فلم چې د برلیناله په ۷۴ فسټیوال کې خپریږي، د هغې افغانې کډوالې د ژوند په اړه جوړ شوی، چې ایران ته له خپلې کورنۍ سره کډواله شوې او غواړي چې د بوکس لوبې اتله شي.

په دغه فلم کې انځور شوي چې میده ګل هڅه کوي د کورنۍ د ذهنیت، د جنسي ځورونې تجربه او د کډوالو پر وړاندې د شاوخوا کسانو دښمني د دې د هیلو پر وړاندې خنډ و نه ګرځي.
په کیسه کې راغلي، چې یاده نجلۍ شپه او ورځ زیار باسي ترڅو د بوکس د ټولګي لګښت یې پرته له دې، چې مور او پلار یې خبر شي، خپله برابر کړي.
نوموړې نه یوازې په رېنګ کې د بریالیتوب په اړه فکر کوي، بلکې د ژوند د ستونزو پر وړاندې د درېدو په اړه هیله لري.
د فلم په یوه برخه کې انځور شوي، چې څنګه ښځې خپل حق تر لاسه کړي او په ځانګړې توګه هغه ځوانې مېرمنې چې د ازادۍ د تر لاسه کولو په هڅه کې له تیارو څخه تښتي.
په دې فلم کې ښودل شوي، چې ښځې کولی شي خپل ځواک وپېژني.
دا فلم په داسې حال کې د افغانو نجونو د ځواک او مبارزې ښودلو په موخه خپریږي، چې له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې د افغانستان ښځې د ژوند تر ټولو تیارې شپې او ورځې تجربه کوي.
تر اوسه د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو څه باندې پنځوس فرمانونه صادر شوي، چې له مخې یې د افغان ښځو پر زده کړو، کار کولو، ورزش، سفر او داسې نورو لومړنیو حقونو بندیزونه لګیدلي دي.
که څه هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو له تاوتریخوالي ډک چلند په نړۍواله کچه غبرګونونه له ځانه سره لري؛ خو بیا هم د طالبانو په تګلاره کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

نور خبرونه

رادیو