د افغانستان او سریلانکا تر منځ د یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ لومړۍ لوبه سریلانکا له افغانستانه د ۴۲ منډو په توپیر ګټلې وه، خو محمد نبې او عظمت الله عمرزي پکې سلیزي ووهلي.
د نننۍ لوبې پچه کوربه سریلانکا لوبډلې وګټله او د توپ وهونې پرېکړه یې وکړه.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې او د سریلانکا کرېکټ لوبډلو تر منځ د درېیو یو ورځینو نړېوالو سیالیو دویمه لوبه نن یک شنبه د (سلواغي ۲۲مه) د رنګیري دامبولا نړېوال لوبغالي کې تر سره کیږي.
افغانستان د نننۍ لوبې لپاره په لوبډله کې فرید احمد له لوبډلې کینولی او پر ځای یې ورو توپ اچونکی قیس احمد په یوولس کسیز نوملړ کې له ځان سره اخیستی.
تېره لوبه دوه ورځې وړاندې سریلانکا له افغانستان څخه د ۴۲ منډو په توپیر وګټله .
په تېره لوبه کې د افغانستان توپ اچونکي ونه توانېدل چې د سریلانکا پیلیز توپ وهونکی پتم نیسانکا په یوازې سر د ۲۱۰ منډو جوړېدو څخه را وګرځوي.
خو د افغانستان له لوري محمد نبي او عظمت الله عمرزي هم د توپ وهني پر مهال ښه ملګرتیا ترسره کړه او دواړو سلیزې جوړې کړې.
د کرېکټ څارونکي د افغانستان او سریلانکا تر منځ په لومړۍ لوبه کې د محمد نبي او عظمت الله عمرزي تر منځ اوږدې ملګرتیا او زړه راښکوونکې توپ وهني ته په کتو تمه لري چې په نننۍ لوبه کې ښايي افغانستان برلاسۍ و اوسي.