زوړ کابل او د خرابات کوڅه سره لازم او ملزوم دي، که د کابل ښار پخوانۍ ننداره کوئ؛ نو حتمي به د خرابات کوڅې ته سر ورښکاره کوئ.

د کابل د زوړ ښار په زړه او د ړنګ شوي بالاحصار په لمن کې یوه ډېره لرغونې کوڅه غځېدلې، کلونه وړاندې به د دې کوڅې فضاء د مینې، سوز، ساز او ګداز په رنګینیو کې ډوبه وه، که به کوڅې ته ور دننه شوئ؛ نو له هرې بالاخانې او کوره به د موسیقۍ له خواږه غږ سره د ماتو زړونو غږ پورته کېده او دغه غږ به دومره خوږ و، چې له لویې لارې څخه به یې ستړي مسافر هم د ځان خوا ته رابلل او څو شېبې به یې د سندرو په ورېښمینو ټالونو زنګول.

خو نن هماغه تنګه کوڅه د سندرو له خوږو تالونو ډېره لېرې پاتې شوې، د موسیقۍ غږ خو څه چې کوم سندرغاړی یې په زوره ترنم هم نه شي کولی، هلته په سندرو بندیز دی او موسیقي حرامه بلل کیږي.

د خرابات دغه کوڅه نن د موټرو په شور او زوږ کې داسې ورکه ده، چې د ماشومانو د لوبو غږ یې هم نه راپورته کیږي.

شالید:

په نولسمه پېړۍ کې کله چې د افغانستان واکمن امیر شير علي خان و، په افغانستان کې مسلکي هنرمندان په نشت برابر وو، یوازې محلي موسیقي موجوده وه. د شاه دربار د مسلکي سوز او ساز له رنګینیو بې برخې و، د همدې لپاره چې دربار یې د سوز او ساز په رنګینیو کې ډوب او درباریان خپله ستړیا وباسي، له هندوستانه یې یو شمېر هندي هنرمندان کابل ښار ته راوبلل او همدلته یې له بالاحصار سره نږدې ورته ځایونه ورکړل.

دغه سیمه د خواجه خوردک په نوم یادېده؛ خو کله چې هنرمندان دلته مېشت شول، نو د خرابات نوم یې پرې کېښود.

ولې خرابات:

تاسو سره به حتمي دا پوښتنه وي، چې ولې د خواجه خوردک کوڅه د خرابات په نوم یاده شوه؟ او ولې ورته خرابات وايي؟

د عرفان له لحاظه هغه څوک چې غواړي په اصولو برابر او د خدای په لاره کې سم شي؛ نو له دې امله چې د خپل نفس سرکشي کابو کړي او خپلې دنيايي غوښتنې کابو کړي؛ نو په دې لاره روانېږي او په دې لاره داسې ځي چې نور خلک پرې پوه نه شي چې دا صوفي دی او دا شيخ دی.

خرابات کوڅې ته خلک په څو سببونو ورتلل، يو سبب دا و، چې دلته يو ډېر لوی صوفي د خواجه خوردک په نوم اوسېده، په همدې کوڅه کې یې خلوتخانه وه او نور صوفيان به هم ورته راتلل او دلته به يې د خدای عبادت کاوه، بل دا چې کله امير شېرعلي خان له هند څخه هنرمندان راوغوښتل هغوی په همدې کوڅه کې دېره شول.

خرابات په لغت کې خراب شوي، يا ډېره بې بندوباري چې يو څوک بې ځايه لګښت کوي، د وران شوي ځای معنا هم ورکوي او ملګرو د تاوان يا لګښت کولو په معنا هم راځي؛ مګر تصوفي او عرفاني اصطلاحي تعریف یې بیا د عارف یا صوفي د مینې هغه اوج دی، چې د خپل محبوب په مینه کې یې هر څه بایللي وي.

د خرابات کوڅه

د خرابات کوڅه او موسیقي:

یو وخت چې په کابل کې وم نو مې له ارواښاد سلیمان لایق سره د خرابات د کوڅې په اړه بحث کاوه، هغه ویل چې خرابات کوڅه د کابل له هغو لرغونو او مهمو کوڅو څخه ده، چې په خپله غېږه کې یې د موسیقۍ ډېر لوی هنرمندان روزلي دي.

ارواښاد استاد لایق ویل: "خرابات يوه کوڅه ده، چې د موسيقۍ او هنرمندانو ټاټوبی و، خرابات کوڅه د موسيقۍ د بنسټي زده کړې مرکز و او هغه استادان چې په دې کوڅه کې وو، د هندي موسيقۍ په مختلفو مکتبونو کې يې زده کړې لرلې او دوی نورو ته هم روزنه ورکوله. په دې اخرو کې چې کوم استادان په خرابات کوڅه کې مشهور وو، يو استاد سراهنګ و او دوی موسيقي کوله او واکمنو هم خرابات کوڅې ته ډېره پاملرنه کوله؛ تر څو دا فرهنګ پاتې شي."

مرحوم لایق ویل، چې هندي ټولنه خرابات په يوه بده معنا اخلي؛ خو دا خرابات ډېر پاک خرابات و، دلته يوازې موسيقي او د موسيقۍ زده کړه وه، چې په دوامداره توګه روانه وه او دلته راټول استادان ډېر باارزښته او په وطن میين خلک وو.

د خرابات په کوڅه کې د موسیقۍ د زده کړې تر څنګ د موسیقۍ د الاتو د جوړولو کار ځای هم و او ګڼو استادانو پکې د رباب، سېتار او تبلې تر څنګ د موسیقۍ الات تولیدول او ترمیمول.

د خرابات کوڅې د ربابونو د یوه جوړوونکي انځور

د کابل د بالاخصار په لمن کې پرتې دغې تنګې کوڅې ته په ۱۳۹۶ لمریز کال ورغلم، دا تنګه کوڅه د موټرو شور په سر اخیستې، هغه وخت پکې د موسیقۍ د خواږه غږ پر ځای د موټرو هارنونه اورېدل کیږي.

په کوڅه کې مو مشهور سندرغاړی سلطان هماهنګ وکوت، نوموړی د خرابات کوڅې یو له هغه اصلي اوسېدونکو څخه و، چې ټوله کورنۍ یې هنرمندان دي. نوموړي خپله کوچینواله په همدغه کوڅه کې تېره کړې ده.

پخوا د خرابات د کوڅې په هر کور کې د موسيقۍ يو کورس و؛ مګر اوس دوکانونه پکې اباد شوي دي، اکثره هنرمندان یې له دغې سیمې کډه شوي دي او یوه لویه برخه موسیقارانو یې وطن پرېښی.

له ما سره دا پوښتنه پېدا شوه چې د دې کوڅې اصلي اوسیدونکي څوک وو؟

دا پوښتنه راته هغه وخت سلطان هماهنګ د خپل نسب د لړۍ په ویلو ډېره ښه ځواب کړه: "سلطان احمد ولد حاجي غلام محمد، ولد طلا محمد، ولد لعل محمد، ولد کاکه، ولد سلطان محمد، مشر نيکه سلطان محمد، هغه له اوسني پاکستان له خاورې څخه د موسيقۍ له يوې ډلې سره چې د استاد سر اهنګ پلار د استاد رحيم بخش نيکه او ځينې نور کسان وو دلته راغلی و، چې بيا د وخت حکومت دلته کورونه ورکړل.

انقلاب يو سېلاب وي چې راشي جومات او خرابات نه ګوري، هرڅه وړي او دغه انقلاب چې دلته راغی خرابات هم ورسره خراب شو، په ټوله معنا خراب شو چې ابادي يې لا نه ده شروع شوې.

په اوسني دور کې د خرابات د کوڅې یوازې نوم پاتې دی، هلته د موسیقۍ او هنر نوم اخیستل هم ګناه او تکرار یې جرم دی، اکثره هنرمندان یې له وطنه کډوال شوي او پاتې د ګوتو په شمېر هنرمندانو یې له موسیقۍ او هنر سره خدای په اماني کړې ده.

د طالبانو له واکمنېدو سره سم د خرابات کوڅې یو شمېر پاتې هنرمندانو شخصي کارونه پیل کړي او د خرابات کوڅه یوازې یو لرغونی نوم پاتې شوی.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو لیکنې خپروي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو