شیخ ادریس ملا، چې بېرته ستون شو، نو په شکرونو یې وویل: «الحمدلله! افغانستان نه ده، بس یوه لویه مدرسه ده! ما چارواکو ته وویل، چې مدرسې ډېرې کړئ، ډېرکم عصري تعلیم ته هم اجازه ورکړئ»
انګریز د امیرعبدالرحمن خان پرمهال، چې ډيورند تړون یې پرې ورتاپه، ډېر ټينګار په قبایلي سیمو په تېره بیا وزیرستان باندې کاوه، دا سیمه یې په کار وه. هغه مهال څوک پرې پوهېدلای نه شو، چې ولې او څه ته یې په کار ده؟
قبایلو نه غوښتل له پلرنۍ خاورې(افغانستان) څخه بېل شي، بغاوت یې پیل کړ، خو له بده مرغه د انګریزي ځپونکیو ګوزارونو ترڅنګ د مستبد امیر ګواښ ډېر ناهیلي کړل، چې ورته ویل یې: هرچا چې د ډیورند کرښې په وړاندې بغاوت وکړ، زه به یې وځپم. قبایل د ډار خلک نه وو، خو ناهیلي بده بلا ده.
سل و دېرش کاله د FCR تر ظالمانه او د منځنیو پېړیو قانون لاندې دغه سیمه په ریښتیا «ياغیستان» شوه. انګریزانو په دې سیمه د (یاغیستان، No Go Area ، علاقه غیر) او نور نومونه کېښول، له ښوونځي و پوهنځي یې لرې وساتل، محروم، وږي او له دونیا بېخبره. وروسته یې استخباراتي مدرسې په کې جوړې کړې او د سړې جګړې په کلونو کې یې له باروتو، وسلو او وحشت څخه مالامال کړه.پوره یوسلو څو کاله روسته خلک پوه شول، چې دا سیمه ولې داسې ساتل شوې وه؟
د سړې جګړې (اټومي فضلات) باید دلته ځای پرځای شوي وای. ټول پنجابیان، عرب، تاجیک، چیچینیان،تورکتوکمي (دمنځنۍاسیا یاغیان)، چینايي ایغور او پاکیستاني افراطي انسانوژونکي یې همدلته راټول کړل، چې خپل سیمهییز سیالان پرې وداړي یا لږ ترلږه پرې ویې ویروئ.
پاکیستاني پوځ په تېرو شلو کلونو کې پاکیستاني ولس ته د ډېرو اقتصادي- حیثیتي زیانونو په اړولو له دغه پلان څخه ستراتيژيکه ګټه پورته کړه. دوی نه یوازې ټوله قبایلي سیمه لاندې کړه، بلکې افغانستان یې هم راوپرځاوه او بیا یې دغه ډلې په کې ځای پرځای کړې، چې اوس سیمه او نړۍ ترې اندېښمنه ده.
په تېرو شلو کلونو کې قبایلي سیمې او بلوچستان تر داسې تاریخي تاوتریخوالي لاندې راغلل، چې تاریخ یې ساری لیدلی نه دی. په زرګونو پښتانه و بلوڅان ووژل شول. په لسګونو زره ورک و بېځایه کړای شول. کلي و بازارونه یې ویجاړ شول او درې نسله یې له عصري پوهنو لرې، متشدد او وسله پر غاړه رالوی شول.
په قبایلي سیمو کې د پښتونژغورنې غورځنګ وځپل شو، مشران یې جیلونو ته وغورځېدل او د بلوڅ مېرمنو پرلت یې همدا نن په وچ زور پای ته ورساوه.
ماهرنګ بلوڅ د بلوڅ مېرمنو یو لوی لښکر راخوځولوی و، چې د خپلو ورکو وروڼو، بچیانو، خاوندانو او عزیزانو پوښتنه وکړي.پوځیانو دغه ښځینه مدني لښکر بد بد وځاپه. ډېرې بلوڅې مېرمنې ووهل شوې، ماهرنګ ونیول شوه او تر ډېر ربړ و ځور روسته یې بېرته تش لاس بلوچستان ته رخصت کړې. بېرته په بلوچستان کې د ماهرنګ بلوچ عظیم او بېساري هرکلي وښوده، چې بلوڅ ولس درېدلی دی او ښايي نور یې هېڅ ځواک پرځای کېناستلو ته اړ نه کړای شي.
ان که د سیمې دوه هېوادونه یې د ترهګرو د ځپلو په نامه د ښځو او ماشومانو د وژلو او بمبارولو زرګري ډرامه هم جوړه کړي.
د بلوڅ ولس یوه برتري دا ده، چې د استخبارتي مدرسو زهر یې بدن ته نه دي ورننوتلي. هغوی د شیخ ادریس شاګردان نه لري. هغه شیخ ادریس، چې په پاکیستان کې ټاکنې فرض عین ګڼي، رایه اچول عبادت شماري او هغوی چې فضلرحمان ملا ته رایه ورکوي، د ده په ژبه په حوض کوثر کې به له پیغمبرانو سره یوځای ناست وي.
خو همدا شیخ ادریس خوشاله دی، چې افغانستان په یوه لویه مدرسه بدل شوی، په افغانستان کې رایه ورکول کفر او انتخابات شرک دي.
د نوې لویې لوبې درېواړه څپې مخامخ پر افغانستان، قبایلي پښتنو او بلوڅانو راڅرخي:
۱- د یوکراین د جګړې په درشل کې افغانستان سقوط کړای شو.
۲- له چین سره په سیالۍ کې د سيپيک پرلار پراته پښتانه او بلوڅان پر سره اور کېنول شوي، هره ورځ بمونه دي او وژنې. له ګوادر رانیولې تر واخان پورې د بلوڅ او پښتانه خاوره په دوزخ اوښتې، په پنجاب و سند کې کراره کراري ده او ښځې یې په جوماتونو کې بربنډې ناڅي. خو پښتون څڼور په پښتون خاصهدار وژني او بېرته بیا پښتون څڼور ته بمونه ورتړي، چې پښتنو پولیسو کولمې باد کړي.
پاکیستاني پوځمشر په ښکاره نارې وهي، چې تر یوه اصیل پاکیستاني (پنجابي) څخه به ټول افغانان و بلوڅان ځار کړي.
۳- د منځني ختیځ او حماس د جګړېتاو هم د دواړو هېوادونو په یوه پټه لوبه کې د بلوڅو له وژلو وخوت.
د ۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ کلونو وزیرستان اوس ډېر پراخ شوی دی، ټول افغانستان، ټوله پښتونخوا او ټول بلوچستان په یاغیستان بدل کړای شوي دي. هیڅوک نه پوهیږي، چې څوک د چا لپاره جنګیږي؟ یا جنګول کیږي؟ هيڅوک نه پوهیږي، چې څوک ولې وژل کیږي؟هیڅوک خبر نه دي، چې کومې پوځي ترهګرې ډلې د چا په حکم چا ته بمونه ږدي او هیڅوک نه پوهیږي، چې په دې لویه جغرافیه کې دومره پرېمانه وسلې، مهمات، د جګړې لګښتونه، بمونه و موټر بمونه له کومه راځي؟ څوک یې ورکوي؟ او ولې یې ورکوي؟
په دې جغرافیه کې خلک ډوډۍ نه لري، د ولږې و وزګارۍ چیغې اسمان ته پورته دي، نه ښوونځي شته، نه فابریکه و کرنه، خو وسلې پرېمانه دي، ګولۍ شته او د بمونو او باروتو کمی نهشته. امریکايي، روسي او چینايي وسلې دي، چې خلاصېدن نه لري.
پښتانه و بلوڅ یې مخامخ دوښمنان اعلان کړي، نورو قومونو ته یې ترهګرې ډلې له باروتو ور ډکې کړې دي. د شیعه و سني جګړه توده ده. هزاره افغانان په داعش وژني او بیا یې له نورو افغان قومونو سره دوښمنۍ ته هڅوي. تاجیک افراطیون یې د کرمان تر چاودنو ورسول، کیسه همداسې روانه ده.
که افغانان یو د بل په ایمان تللو او تکفیر بوخت نه وای او له بلوڅانو سره یې ستراتيژیک تړون و ملاتړ کړی وای، بلوڅو په خپل سرمچار پاڅون دا ټوله سیمه د انګریزي سرطان له دغې دانې څخه پاکولای شوه.
هی ارمان، چې داسې به ونه شي.
ځکه موږ ته پرېکړې او فتواوې له شیخ ادریس څخه راځي او شیخ ادریس د دین چاړه په لاس کې نیولې، ځان ته مڼې پرې سپینوي او موږ ته یې په خېټه رامنډي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریات په پوره امانتدارۍ خپروي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.